ناټو: د پوليسو روزنې ته ٢٠٠ روزونکي په کار دي
په افغانستان کې دناټو ځواکونودښوونېزې برخې قومندان وايي دپوليسو دروزنې په موخه دوه سوه نوي بهرنيو روزنکو ته اړتيا شته .
نوموړى وايي دناټو غړيو ډيرى هيوادونو له دوي سره ژمنه کړي چې دافغان سرتيرو دروزنې په موخه به دوي ته روزنکي ورکړي .
دناټو دښونيزي برخې قومندان په وينا که نړيوال دافغان سرتيرو دروزلو په موخه دروزنکو دورکړي ژمنه پرځاى کړي نو په دغه برخه کې به ددوي شته ستونزي لمنځه ولاړي شي .
دناټوځواکونوقومندان پر نړيوالې ټولني غږ کړى ترڅو ژر ترژره دي دافغان سرتيرو دروزلو په موخه روزونکي افغانستان ته راوليږي ترڅو تر دوه زره څوارلسم ميلادي کاله پوري افغان سرتيري په دي وتوانيږي چې دخپل هيواد دامنيت ساتلو واک په خپله واخلي
دبهرنيوځواکونو مشر وايي دافغان ځواکونو دروزنې په موخه نږدي دوه نوي نورو روزنکو ته اړتيا شته چې افغان سرتيري وروزي .
دا په داسې حال کې ده چې په دي وروستيوکې دافغان ځواکونو شميرمخ په زياتيدو دى خو ولسمشرحامدکرزي له نړيوالو غوښتي چې ددغه ځواکونه په مجهزو وسايلو سمبالول او دوي ته دپوځي روزنې په برخه کې له دوي سره مرسته وکړي
ديادونې وړده نړيوال په دي وروستيو کې هڅه کوي ترڅو تر دوه زره څوارلسم ميلادي کاله پوري افغان سرتيري وروزي او دوي له دغه هيواد څخه خپلو هيوادونو ته ستانه شي .