عراقي وګړو هم لاريونونه ترسره کړل
يوشمير عراقي وګړو په دي هيواد کې داساسي خدمتونو دنشتوالي له امله لاريونونه ترسره کړل .
درپوټونو له مخې په سلګونه لاريون کوونکو انباريا ايالات واټونو ته په راوتلوسره دسيمه ييزو چارواکو دګوښه کيدو غوښتنه وکړه .
ويل کيږي لاريون کوونکو ټينګار کاوه ترهغې چې ددغه هيواد لومړى وزير دانبار ايالات والي له دندي ګوښه نه کړي نودوي به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي .
ديوبل خبر له مخې دنوموړي هيواد په بعقوبه سيمه کې داسې يو ډليزه قبرموندل شوى چې تر دوه سوو پنځوسو زيات کسان په کې ښخ شوي دي .
ويل کيږئ دغه ډله ييز قبر څلور کاله وړاندي ديوه عراقي ټوپکسالار لخوا جوړشوى وو .