د نشيي توکو وزارت ١٦ ميليونه ډالر لګوي
له نشه يې توکو سره دمبارزي وزارت وزارت په٢٠١١ميلادي کال کې دبيارغاوني په پروژو کې څه باندي شپاړس ميلونه ډالر لګولي دي .
نوموړى وزارت وايي دغه پروژي په هغه ولايتونوکې پلي شوي چې په کومو ولايتونوکې دکوکنارو کښت صفرته راټيټ شوى دى .
ددغه وزارت په وينا يادي پيسې دپلونو، روغتونونو،ښوونځيو،سړکونو،دولايتونو لپاره دکنفرانس خونو جوړولو، خوراکي توکو ته داستراتيژيکو زيرموجوړلو او دکرهڼيزو ماشينونو په برابرولوکې لګولي دي .
دنشه يې توکو په وړاندي دمبارزي وزارت وايي په تيري ميلادي کال کې دهيواد په شلو ولايتونوکې دولايتي شورا ګانو په خوښه پروژي پلي کړي دي .