ایران له برید څخه روغ وتلی ساینس پوه اتومې مشر وټاکه
د ایران دولت خپل هغه ساینس پوه چی په تیر نوامبر میاشتي کی له یوي چاودنی روغ وتلی وو د خپل هیواد د اتومي ادارې د مشر په توګه وټاکه .
فریدون عباسي داواني په دغه چاودنه کی چی په تهران کی سوي وه ژوبل سوی وو.
تهران دغه کار د اسرایلو وباله چی یوبل ساینس پوه هم په همدی ورځ پکې وژل سوی وو.
د ایران ولسمشرمحمود احمدي نژاد د یوه ځانګړي فرمان په ترځ کی نوموړی د دغی اداری د مشر تر څنګ د ځان دمرستیال په توګه هم ټاکلی دی.