کور / تازه خبرونه / د سوداګرۍ خونې د طالبانو پر بريدونو اندېښنه وښوده

د سوداګرۍ خونې د طالبانو پر بريدونو اندېښنه وښوده

ديوه کال په راپه ديخوا چې وسله وال طالبان په سوداګريزو اوعامه ځايونو ترهګريز بريدونه ترسره کوي، دسوداګرۍ اوصنايعو خونه په دي اړه انديښنه څرګنده کړه او زياته يې کړه چې په دغه ډول بريدونو سره نه يوازي ملکي وګړي وژل کيږي بلکي دپانګوني دکموالي لامل هم ګرځي .
نوموړى زياتوي چې يوکال وړاندي وسله وال طالبانو دکابل په بزرګ افغان پلورنځي باندي ځانمرګى بريد وکړ چې له امله يې دغه سوداګريز مرکز له منځه ولاړ او ورته څيرمه پلورنځي هم ويجاړ شول .
دسوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکو په وينا يوه مياشت وړاندي په کابل کې دفاينس سوداګريز مرکز دوسله والو طالبانو لخوا په نښه شوو او دغه مرکز تراوسه پوري تړل شوى دى .
دکابل سيټي سنټر سوداګريز مرکز په تيريوکال کې دوه ځلي دترهګريزو بريدونو هدف وګرځيده، همدا رانګه د کندهار په ښار کې تېره اونۍ د ودونو دوه صالونونه پر امنيه قومنداني په يوه بريد کې له منځه ولاړل .
دسوداګري اوصنايعو خونه وايي ډيره ستونزمنه ده چې دغه مرکزونه بيا خپل سوداګريزي اعتبار لاسته راوړي او له وسله والوطالبانو غوښتنه کوي ترڅو په عامه اوسوداګريزو کسانو له بريدونو لاس واخلي .