برتانيه او روسيه له افغانستان سره مرسته کوي

34 | فبروري 17th, 2011


برتانيه او روسيي ژمنه کړي چې له ترهګرۍ اودنشه يې توکو سره دمبارزي په برخه کې دافغانستان له دولت سره همکاري کوي .
دروسيي اوبرتانيه دبهرنيوچارو وزيرانو په لندن کې له يوبل سره له ليدنې وروسته ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په افغانستان کې به دثبات او اقتصادي وضعې په برخه کې څو اړخيزي مرستي وکړي .
خبرپاڼه همدا راز دوسله والو مخالفينو سره دولسسمشرحامدکرزي له خبرو اترو هم هرکلى کوي .
دبرتانيه او روسيي دبهرنيو چارو وزيران دملګرو ملتونو دبنديزونو په نوم لړکې دهغه وسله والو طالبانو له شامليدو څخه هم ملاتړ کوي چې په افغانستان کې ترهګريزي کړني ترسره کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024