اوباما د فيسبوك له مشر سره ګوري
ټاكل شوې د امريكې په وخت نن ماښام دفبروري ۱۷ مه ولسمشر اوباما د اقتصادي پلانونو د اجندا په هكله د ځينو تكنالوژي شركتونو له مشرانو سره وګوري. ټاكل شوې ده چې په دغه خصوصي ماښامنۍ كې ولسمشر د اپل ، ګوګل ، سيسكو ، ياهو ، ټويټر او فيسبوك له مشرانو سره وګوري. د اجندا تر ټولو مهم بحث به دا وي چې څنګه د خلكو لپاره د كارموندني لا نوري آسانتياوې رامينځ ته شي.
ديادوني وړده چې فيسبوك په بريښنايې نړۍ كې تر ټولو چټك پرمختګ كونكي كمپنۍ شميرل كيږي چې اوسمهال ۲۰۰۰ تخنيكي او خدماتي كاركونكي لري او د ګډونكونكو شميره يې تر ۵۰۰ مليونه اوښتي ده.