کور / تازه خبرونه / يوې ترافيکي پيښې د دريو تنو ژوند واخيست

يوې ترافيکي پيښې د دريو تنو ژوند واخيست

کابل، افغانستان (دمارچ ١ نېټه) – د جمعې په ورځ د لوګر ولايت د پل علم په ولسوالۍ کې  د يوې ترافيکي پيښې له کبله درې تنه افغانان مړه او درې نور ټپيان شول.     


 د ملي پوليسو د لومړني راپور پر بنسټ، موټر چلوونکى د جنوب په لور روان و او غوښتل يې چې له يو بل موټر څخه مخکې شي. په راپور کې ويل شوي دي چې دا پېښه هله رامنځ ته شوه چې چلوونکي د آيساف د کاروان د وروستي ګاډي څخه، چې د سړک په شمال خوا کې روان و، د مخکې کېدو هڅه وکړه . 


يو کس ځاى پرځاى مړ او دوه نور روغتون ته د ليږد پر مهال په لاره کې  د ټپونو له امله مړه شول او دري نور ژوبل شوي کسان د بګرام هوايي ډګر پوځي روغتون ته وليږدول شول. د آيساف سرتېرو موټر په ډېره چټکۍ سره ودراوه او د طبي مرستې وړانديز يي وکړ. هغوي همدارنګه د ټپي شويو کسانو په ليږدولو کې له هوايي او ځمکنيو امکاناتو څخه ګټه واخيستله .  


د پېښې څخه څو شېبې وروسته افغان ملي امنيتي ځواکونو او حکومتي چارواکو د پېښې او د ټپي شويو کسانو په هکله خبر ترلاسه کړ. د ايساف او افغان چارواکو د وينا پر بنسټ: داسې هېڅ نـښې نښانې ونه ليدل شوې چې دا په ډاګه کړې چې موټر چلوونکي دې کوم يرغليز نيت درلود. د موټر چلوونکي په ساده توګه داسې انګيرنه کړې ده چې د کاروان وروستنى موټر د مخالف لوري په لور په حرکت کې دى.  


د افغانستان په ختيځ کې د فيوري د کاري ځواک قوماندان ډګروال مارټين پي سکيوټزر وويل: ” نني رامنځته شوې پېښه يوه ويرجنه پپيښه وه او زه د فيوري د کاري ځواک د غړو او سرتيرو په استازيتوب په پېښه کې د وژل شويو او ټپي شوو کسانو د کورنيو سره خپله خواخوږى او غم شريکي څرګندوم”. هغه زياته کړه: ” افغان وګړو ته چې له دوې سره په سړک کې موټر چلوي د کاروانونو د ښکاره کيدو په موخه آيساف له هرې ممکنه هڅې څخه کار اخلي. 


افغان ملي پوليس او د آيساف چارواکي د ټولو موټر چلوونکو څخه غوښتنه کوي، کله چې امنيتي کاروانونو او  دولتي موټرو ته نږدې کېږي او يا د هغوې څخه سبقت کوي، د پوره احتياط  څخه کار واخلې. 


د پيښې په پايله کې د آيساف غړو ته سطحي ژوبله رسېدلى وه  چې په هماغه مهال يې درملنه وشوه.