ښځي د کورني تاوتريخوالي له امله دښځو چارو رياست ته مخه کوي

د لراوبر اداره | فبروري 18th, 2011



دا میرمن ددی لپاره د ښځو چارو ریاست ته راغلی چی د خپل میړه سره کورنی ستونزه لری دا وایی چی خاوند یی ورته نفقه نه ورکوی او غیر انسانی چلند ورسره کوی ددی میرمنی خاوند بله میرمن هم لری چی له دواړو نه اولاد نه لری .
نه می خاوند اولاد کوی او نه یی هغه بله ښځه خو داکتر ماته ویلی چی ته اولاد راوړلی شی خاوند می هر کله ماته وایی چی ته خو اولاد راوړلی شی که زه او بله میرمن می نشو راوړی څه کیږی له هر کومه چی کوی ماته اولاد راوړه
کله چی ډوډی نفقه او د خوړو څه رانکړی  هغه ژوند څه کوم نه راته جامی اخلی نه خواړه نه می پوښتنه کوی او نه هیڅ دا میرمن ادعا کوی چی څو څو ځله یی خاوند خپل ورور د شپی مهال د خپلی میرمنی ته ورلیږلی چی دی میرمنی پری په هماغه نیمه شپه خلک راټول کړی دی دا ورته ډیره غیر انسانی او غیر اخلاقی خبره معلومه شوی اوس غواړی له خپله خاونده طلاق واخلی .


د ښځو چارو ریاست ته د کورنیو ستونزو له امله ډیری میرمنی راځی همدا راز هغه نارینه هم چی میرمنی یی ورسره حقوقی دعوا ګانی لری د خپل حق د غوښتلو او د ادعا پر ْد د شواهدو د وړاندی کولو لپاره دی ریاست ته مراجعه کوی .


د ښځو چارو ریاست د حقوقو مدیره نادیه ثمر وایی چی دوی د تیرو نهو میاشتو راهیسی تر دیروش زياتی قضیی حل کړی چی ډيری یی د ښځو د وهلو او ټکولو وی «پدی نهه میاشتو کی چی موږ قضایا حل کړیا و مشوری مو خواوو ته ورکړیدی دیرش پنځه دیرش قضیی مو حل کړی چی وروسته مو د تیلیفونی تماسونو له لاری او کله هم کورنیو ته له نږدی تللی یاستو او هرڅه مو له نږدی کتلی چی وروسته د قضیی له ختمیدو میرمنو ته څه ستونزه پیدا نشی خو کله چی قضیه بیا اوج نیسی نو د مکتوب به ذریعه ورته وکیل مدافع نیسو او یا خپله ورسره ځو کورنی محکمی ته یی ورپیژنو چی ستونزه یی له هری ممکنی لاری چی وری حل شی .


د بلخ ولایت د ښځو چارو ریاست د حقوقو مدیره د هغه وروستی ستونزی په اړوند چی دوی په بریالیتوب سره حل کړی وایی :«وروسته له کوژدی دا چی د انجلی کورنی ولور ډیر لوړ ایښی ووکه څه هم دواړه شرعا نکاح شوی وو خو ورته د واده اجازه نه ورکول کیده وروسته له ډیری مودی چی هلک د خپلی د ژوند دار او ندار ټول د نجلۍ پلار ته ایښی وو د نجلۍ پلار نه وو قانع شوی نو دواړو نامزادان یا کوژده شوی کسان تښتیدلی وو چی کورنی یی ډيری پری په قهر شوی دو د پولیسو په واسطه هلک او نجلۍ نیولی ووی چی موږ ورسره مرسته وکړه د جلی پلار او د قوم مشران د خپل کاره ډیر پښیمانه شوی وو چی ولی یی د دی  دواړو کوژدنو ستونزه په پام کی نده نیولی د تضمین په ورکولو سره یی د دواړو واده په ډیره شانداره توګه ترسره کړاو ستونزه حل شو .



د ښځو چارو ریاست د ښځو او نارینه وو ټولو هغو حقوقی قضیو په اړوند د قضیو د دواړو خواسره مرسته کوی کمه چیری دا قضیی په کورنی ژوند ، د واده میراث تعلیم تحصیل او داسی نوور حقوق پوری اړه ولری د ښځو چارو ریاست د حقوقو مدیره نادیه ثمر وایی تر ټولو زیاتی قضیی چی دوی سره ثٍبت شوی د ښځو د وهلو او ټکولو دی خو دی تیرو کلونو په پرتله وایی د ښځو سره د تاوتریخوالی په برخه کی شاوخوا پنځوس فیصده کمښت راغلی دایی دلیل د کورنیو د حقوقو په اړوند تبلیغات او د یوبل په حقوقو پوهیدل بولی .

Copyright Larawbar 2007-2024