نظم

64 | فبروري 19th, 2011


دپښتودادب تل پاتی ژوندی يادګارښاغلی مرحوم اجمل خټک په ويرکې

دلروبرو پښتنودننګ شمله وخټک
دغيرت چغه پښتنوته يوناره وخټک
دغم سيلاب دپښتنوکورکې ورګډ مشه
په ازادي باندې مين يوجذبه وخټک
****
دغيرت چغه پښتنوته يوناره وخټک
دلروبروپښتنودننګ، شمله وخټک
****
دامن، سولې دجرګويو شمله ورپښتون و
دازادي دلارې مل يو زړورپښتون و
دغيرتونو، ترانو،دحماسو،نويښتګر
دولس ژبه سترقوت يوسرلښکرپښتون و
****
دغيرت چغه پښتنو ته يو ناره وخټک
دلروبروپښتنود ننګ، کيسه وخټک
****
سپين غربه تل ورته دمينې ترانی غږوي
دالوړپاميربه يي دميړانی افساني يادوي
دغيرت چغه يي پيغام د زمانووګڼئ
داسيا زړه کې داحمددننګ کيسي يادوي
****
په تورتموکې ناپوهي نه په ګيله وخټک
دعلم پوهي مشعلداراوخاطره وخټک
****
دپښتنوهسکه شمله دخوشحال خان ارمان و
دخپلواکۍ دلارې مل دميرويس خان ارمان و
حفيظه ستا دکونړ سيند او اباسين څپوکې
دننګرهاردمينې ګل دغفار خان ارمان و
****
ميوندي غږ کې دملالې يوه ټپه و خټک
دخيبرغيږ کې دشمشاد هسکه شمله وخټک
****
لاسونه پورته ستا دربار ته په دوعا لرمه
دکائينات واکداره تانه تمنا لرمه
دزورواکې پرضددحق يو جذبه وخټک
جنت يي ځاې کړی خدايه تاته په سجده وخټک
****
دغيرت چغه پښتنو ته يو ناره و خټک
دلروبرو پښتنود ننګ، شمله وخټک

Copyright Larawbar 2007-2024