كرزى :دپوځي اډوپه اړه بايددگاونډيانوهوكړه هم ولرو
جمهورريس حامدكرزي دكرويشاله ولسمشر(ايوايوسپويچ)سره په گډه خبري ناسته كې وويل چې په افغانستان كې دامريكاددايمي پوځي اډو ،په اړه دټولوافغانانودنظرپوښتنې اودهوكړي سره سره دټولوگاونډيوهيوادونونظراوهوكړه هم زياته مهمه اواړينه ده .
تيره اونۍ جمهورريس كرزي دجرمني له امنيتي غونډي څخه وروسته اعلان وكړې چې امريكاپه افغانستان كې دايمي پوځي اډې غواړي .
جمهورريس كرزي په نننۍ خبري غونډه كې وويل چې افغانستان په چارچاپيركې داسي گاونډيان لري چې په ستونزوكې راگيردي ،اوياهم دنړۍ سترقوتونه بلل كېږي .
ده وويل چې پدې لاركې هرگام بايددافغانستان دسولي تظمين ولري اوبايدچې زموږټول گاونډيان ډاډه وه اوسي .
له هغه وروسته چې په افغانستان كې دامريكاددايمي پوځي آډوخبره راپورته سوې ،په لمړي ځل تيره ورځ دروسيې له لوري له دغه كارسره مخالفت څرگندسوو.
درويسې دبهرنيوچاروزارت په يوه خپره سوې خبرپاڼه كې ويلي چې په افغانستان كې دامريكاددايمي پوځي اډوشتون ورته له سوال څخه ډك كاربرېښي اودغه رازيې په افغانستان كې دسولي دروان بهيرسره هم په ټكركې گڼلى.
په نننۍ گډه خبري غونډه كې دكرويشاولسمشر(ايوايوسپويچ)وويل چې هيواديې دنړيوالومتحدينوسره يوځاى دافغانستان دثبات دټينگښت اوپخپلوپښتوددرېدولپاره يوځاى كاركوي .
نوموړي زياته كړل چې دپوهنې اوزراعت په ډگرونوكې به خپلومرستوته پراختياوركړي .
كرويشادنړيوال سوله ساتي ځواك ايساف ترچترلاندي ۳۵۰ سرتيري لري چې ډيرى يې دلته په سويل دامنيت په چاروبوخت دي .