کور / سپورټي / د ننګرهار اکاډمۍ لوبډله د پښتونخوا په سیالۍ کې لوبه کوي

د ننګرهار اکاډمۍ لوبډله د پښتونخوا په سیالۍ کې لوبه کوي

نن د ننګرهار له ولایت څخه د ننګرهار هستي ګل عابد کرکټ اکاډمۍ د پښتونخوا په لور وخوځیده او هلته به د پښتونخوا کرکټ سیالۍ کې نن برخه اخلي.
د هستي ګل عابد کرکټ اکاډمۍ به نن لومړۍ لوبه د باړې لوبډلې سره په جم روډ لوبغالي کې کوي کچېرته د عابد لوبډله ننۍ لوبه د باړې وګټې نو د پښتونخوا په سیالۍ کې به پنځه لوبې نورې هم کوي.
افغان کرکټ بورډ د خصوصي کرکټ اکاډمیو دغه ګام ستايي او هیله لرو چې همدارنګه د افغانستان خصوصي کرکټ اکاډمۍ ګاونډیو هیوادونو ته خپلې لوبډلې د لوبو لپاره بوځي چې په راتلونکي کې د افغانستان ملي لوبډلو لپاره ښه او تکړه لوبغاړي ورکړي.