بېړنی خبر : په ننګرهار کي جګړه روانه ده
په ننګرهار ولايت د جلال اباد په ښار کي دننه د کابل بانک ودانۍ څېرمه د وسله والو او دولت تر منځ جګړه روانه ده ، ويل کيږي چي په بريد کي د ننګرهار د امنيې قومندان مرستيال قاري اميرخان ژوبل سوی دی يوه بله درنه چاودنه همدا شېبه سيمه ايز وخت ماپښين دوې بجې او لس دقيقې رامنځته سوه چي ويل کيږی په يوه امبولانس کي رامنځته سوه ،دا معلومه نه ده چي د ټپي سوي کسانو د لېږد په وخت کي ځانمرګی هم په زخمي حالت کي په امبولانس کي لېږدول کېږی او چاودنه يې رامنځته کړه که په امبولانس کي له مخکي بمونه ځای پر ځای سوي وو .
وروستي جزياتو وښوده چي قاري امير خان لېوال چي مخکي ويل کېده په پېښه کي وژل سوی دی ، په تازه خبر کي د ننګرهار روغتون يوه ډاکټر تاييد کړه چي نوموړی زخمي سوی دی ، په لومړنيو خبرونو کي ویل سوي وه عليشا پکتيا وال هم ژوبل سوی دی ، خو نوموړی څو شېبې مخکي د پېښي په ځای کي وليدل سو چي روغ رمټ دی .
که څه هم د پېښي د قربانيانو دقيقه شمېره نه څرګندیږي ، خو داسي فکر کيږي چي تر ۱۵۰ پوري کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده ، دا شېبه دماپښين دوې نيمي بجې دي او د تيرو پنځو دقيقو راهيسي جګړه درېدلې ده ، خو ورسره د پوليسو او امبولانسونو ګرٌځيدل هم سست سوي دي چي ، امنيتي کسان وايي چي اوس هم د چاودنو او بريد امکان سته ځکه پوليس له احتياطه کار اخلي .
په پېښه کي د کابل بانک ودانۍ او شاوخوا نورو تعميرونو ته هم مالي زيان اوښتی دی . لراوبر له سيمي د وروستيو جزياتو ترلاسه کېدو هڅه کوي .