مولانا فضل الرحمن له آصف زرداري سره وکتل
د جمعيت علماى اسلام ( ف ) مشر مولانا فضل الرحمان اصف على زرداري سره له ليدنې وروسته ويلي دي چې ددوى ترجيحات منل شوى او په قومى حکومت کښې ګډون کولو ته چمتو دى، مولانا فضل الرحمان په زرداري هاؤس اسلام آباد کښې د پيپلز ګوند د شريک مرستيال مشر اصف على زرداري سره وکتل ، ددغې ليدنې کتنې پر مهال په پلازمينه او بلوچستان ايالت کښې د حکومت جوړولو په چارو خبرې او د نظر تبادله وشوه ، وروسته بيا خبري رسنيو سره په خبرو کښې مولانا فضل الرحمان وويل چې د کتنې په بهير کښې د يو قومى حکومت د جوړولو په اړه ځينى چارى زمونږ تر غور او بحث لاندى دى چې د موافقې په صورت کښې به ورباندې عملي خبري اترې تر سره کړو، دۀ وويل چې تر اوسه کوم ستر اختلاف ندى رامنځته شوى، دۀ زياته کړه چې معاملې به يوې حتمى پايلې ته ورسي ، او قوم به پدې اړوند خبر کړو، د ( ق ) ليګ په قومى حکومت کښې د برخې اخيستو په ارتباط د يوې پوښتنې په ځواب کښې دۀ وويل چې پدې اړوند به په پارليمان کښې شريک غټ ګوندونه خبرې اترې وکړى.