یو فرانسوﺉ پوځي ووژل سو
د فرانسې د دفاع وزارت نن وویل چی طالبانو د کاپیسا په لند خېل کی پر یو فرانسوي ټانک د راکټ او کلاشنیکوفونو حمله وکړه چی له امله یې ټانک وسوځېد ، یو فرانسوﺉ پوځی ووژل سو او دوه نور هم زخمیان سول .
فرانسه په افغانستان کی څلور زره پوځیان لری چی تر اوسه یې ۵۴ پوځیان وژل سوي دي .