کور / طنز / د تېلو ولاړ ټانکرونه او د ارګ روان بانډارونه

د تېلو ولاړ ټانکرونه او د ارګ روان بانډارونه

قهرجن مظاهرچيان د سفارت مخ ته راټول سوي ول، د ( مړ دي وي ) چيغي لا نه وې ارامي سوي چي د هغه هيواد د ولسمشر له عکس څخه لمبې پورته سوې، وروسته پر سفارت د ورستو هګيو باران جوړ سو او د سفارت پر دروازه ځړول سوی عکس په هګيو تک ژيړ سو، د هګيو په باران کي خلکو نور هم  په زوره چيغي کړي : 
–  يوه ورځ يې نه ده، دا ملک هره ورځ زموږ سره ناروا کوي
– کله زموږ خلک په ګوليو ولي
–  کله يې په زندانو کي اچوي
–  کله يې اعداموي
–  کله يې پر مخ تېزاب ورپاشي 
– لا يې زړه نه دی سوړ سوی، دا دی اوس يې زموږ د تيلو ټانکرونه درولي دي، خو موږ يې هم نه پرېږدو او خپل کسات خامخا ځني اخلو.
په ارګ کي په دې باب د کابينې بيړنۍ غونډه رابلل سوې وه، ولسمشر په ډډ اواز وويل : دې هيواد خو نه زموږ د ګاونډيتوب او نه د انډيوالۍ خاطر وکړ، ان دا چي ما خپل لومړی مرستيال ور واستاوه، يوازي مرسيال نه، بلکي مارشال مي ورواستاوه، داسي يو مارشال چي د نړۍ ټولو پوځي ځواکونو ته يې لاس ورکړی دی، که نور څه نه وي نو د مارشال صاحب د الوتکي ټانکۍ خو به يې له تېلو ور ډکه کړې وای، زړه مي غواړي چي د هلمند اوبه پر بندي کړم.
 د ابو او برېښنا وزير په ږيره کي ګوتي تېري کړې او ويې ويل : صاحب پام کوه پام! اوس خو يې يوازي تېل را باندي بند کړي دي، خو که دا کار مو وکړ زما څخه به وزارت هم واخلي. د ولسمشر دوهم مرستيال پر سر لنګوټه ټينګه کړه او ويې ويل : وزير صاحب ښه وايي، هغوی پر دې کار هم ډېر په قهر دي چي زموږ خلکو ولي د دوی د سفارت مخ ته مظاهره کړې ده؟ اوس هم که هغوی خبر سول چي موږ په دې اړه د وزيرانو غونډه رابللې ده، نو ما به له مرستياليه ليري کړي او پر تاسي به د پيسو کڅوړي بندي کړي. ولسمشر يې خبره ونيول او ويې ويل : نه نه نه! ډېر پام به کوئ چي کڅوړي بندي نه سي، بايد ددې غونډي راپور هم په رسنيو کي خپور نه سي، کنه نو زموږ يو من اوړه به يوه پتيره سي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير څو واره ژبه پر شونډو تېره کړه، د قره قل د پوستکي پکول يې پر تندي راڅوړ کړ او ويې ويل : رئيس صاحب تاسي بېغمه اوسئ، تر څو چي زه په دې وزارت کي يم نو له دولتي رسنيو څخه به هيڅ داسي څه خپاره نه سي چي په هغه زموږ دوست هيواد خفه کېږي، ان دا چي موږ د سفارت مخ ته د مظاهرو راپور هم خپور نه کړ. د ولسمشر تندی ورين سو او ويې ويل : افرين دې ته نو ډيپلوماسي وايي، خو په هر صورت بايد يو د اوړو پزه جوړه سي چي ملت ارام سي، بيخي يې غوږونه راوخوړل.  
په دې وخت کي د بهرنيو چارو وزير په غاړه کي ژيړه نيکټايي ټينګه کړه او ويې ويل : رئيس صاحب تاسي ډېر مهربانه ياست او په دې برخه کي له ګاونډي هيواد سره ډېر له زړه سوي ډک چلند کوئ خو زه دومره حوصله نه لرم، ته نه يې خبر، ما داسي غاښ ماتوونکی ځواب مي ورکړ چي تر اوسه به هيچا نه وي ورکړی. ناڅاپه د ولسمشر او وزيرانو سرونه د بهرنيو چارو د وزير خواته کاږه سول او يو په بل پسي چيغي پورته سوې : خدايه فضل وکړې، څه دي وکړل؟ ولسمشر په وارخطايي وپوښتل : خدای دي خوار کړه لکه چي کور دي پر چرګه رابار کړ؟ د بهرنيو چارو وزير په فاتحانه ډول غاړه اوږده کړه او ويې ويل : کله چي د سفارت مخ ته مظاهره وسوه نو د دوی د بهرنيو چارو وزير ما ته وويل : په يوه ساعت کي په دې باب څېړنه وکړه چي ددې مظاهرې تر شا د چا لاس و او بيا دغه معلومات او اسناد موږ ته را وسپاره، خو ما يې هم داسي څپلۍ پر پښو ور سمي کړې چي څه درته ووايم. ولسمشر په وارخطايي وويل : د ظالم زويه ژر ووايه څه دي ورته وويل ؟ د بهرنيو چارو وزير سوکه وويل : ما رښتيا هم په يوه ساعت کي څېړنه وکړل، خو دوی ته مي دا معلومات او اسناد د يوه ساعت پر ځای دوه ساعته وروسته ور وسپارل خو دا خبره دي يوازي ستاسي سره وي، تر اوسه څوک نه دي په خبر.
ولسمشر په خندا وويل : ياره افرين! ډېر دي ښه کړي دي، دا ستا تر خبري پوري ما ته يوه کيسه راياده سوه. وايي چي د يوه چرسي غوړو ته موږک ورلوېدلی و، چرسي ملا ته راغی ويل، ملاصاحب غړو ته مي موږک ور لوېدلی دی اوس څه وکړم؟ خو ګوره پام دي وي چي غوړي مردار نه کړې، نور نو ستا خوښه ده. ملا بېچاره حيران سو چي اوس څه وکړي؟ تر لږ چورت وهلو وروسته يې چرسي ته وويل : راغلي او پېچلي دي په کتابو کي د متاخرينوچي که يوه موږک منډي وهلي له وېرې د پيشي، پام يې نه و او ولوېدئ په غوړو کي د يو چا، پوره و اجل ددغه موږک او هلته مړ سو، نو پس موږک پاک شهيد دی او د شهادت له برکته يې غوړي هم حلال دي، الا په مانا د لاکن ده، لاکن دومره خبره ده چي که موږک غوښتل وخوري غوړي  بې اجازې او دا موږک مړ سو په غوړو کي، نو د ګېډي مختار ملاصاحب وايي چي موږک حرام خوره دی، نو په دې صورت کي موږک مردار، خو غوړي حلال دي. له دې کيسې سره ټولو وزيرانو وخندل، ولسمشر وويل: ياره وزير صاحب تاسي هم داسي کار کړی دی چي غوړي مو نه دي مردار کړي، ياني د پيسو له کڅوړو سره مو هيڅ غرض نه دی کړی.
يوه وزير چي خوله يې بې خونده نيولې وه او داسي ښکارېده چي خندا نه ورځي خو د نورو لپاره خاندي، ترخه خندا يې وکړه او ويې ويل : دا زموږ او ستاسي غوړي به څنګه سي دا اوس حلال دي که مردار؟ دې غوړو ته خو د يوه پر ځای څو مږکان ورلوېدلي دي.
د حج او اوقافو وزير يې خبره ونيول : څرنګه چي دا يوه فقهي مسئله ده نو بايد زه پر مسئله يو څه رڼا واچوم، خبره دا ده چي دا موږکان حلال دي، ځکه چي د مضرو او مردارو موږکانو مخه يې نيولې ده، نو يو شی چي خپله حلال وي بل شی نه مرداروي.  ورپسې د عامي روغتيا وزير وويل : وزير صاحب رښيتا وايي، دا لکه د انسان په وجود کي چي يو ډول ګټور مکروبونه سته، دا مکروبونه مضر مکروبونه خوري او له منځه يې وړي، نو انسان ته ددغه ډول مکروبونو موجوديت ضروري خو څه، چي بيخي لازمي دی. د ماليې وزير ورپسي وويل : اې وروره، ستا ولي زړه درد کوي؟ که موږکان پردي دي نو غوړي خو هم زموږ نه دي، يوازي د غوړو ټيم ( ډبه ) زموږ ده.
په دې وخت کي يو چا د پيسو يوه کڅوړه د ولسمشر مخ ته کښېښووله، دا کڅوړه د افغانستان له بيرغ څخه جوړه سوې وه، ولسمشر په داسي حال کي چي په برېتو کي يې خندل په کڅوړه ګوتي ووهلې، ټولو وزيرانو په کڅوړه کي سترګي داسي ښخي کړې لکه لکه د نانوايي مخ ته چي غريبان راټول وي او ډوډۍ ته يې سترګي نيولي وي، تر لږ  ځنډ وروسته کڅوړه خلاصه سوه، خو خبره بل ډول وه، دا ځل کڅوړه له پيسو نه، بلکي له تيلو ډکه وه. لکه د پيريانو په مجلس کي چي بسم الله وويل سي، ټولو وارخطا يوه او بل ته سره وکتل، د ولسمشر دوهم مرستيال د خبرو وار ونيو او په ژړغوني اواز يې وويل : موږ او تاسي يوه لويه اشتباه وکړه چي خپل دوست هيواد ته مو يو ساعت ناوخته معلومات ورکړل، ځکه خو هغوی دا ځل موږ ته په کڅوړه کي د پيسو پر ځای تېل راواستول، تر دې خبري وروسته په مجلس کي چوپتيا خپره سوه او غونډه هم پای ته ورسېده.
کله چي وزيران له ارګ څخه راوتل نوپه دې وخت کي تېز باد چلېده، خو د ارګ پر لويه دروازه ځړول سوی ملي بيرغ  نه رپېده، لکه افغان دولت چي د ګاونډي هيواد په خوښه پر خپل ملي غرور تېل شيندلي او اوس نيت لري چي اور ور واچوي.