لېبيا : په دولت ضد مظاهرو کي ۲۳۰ کسان وژل سوي دي
په لېبيا کي د حکومت ضد مظاهرو د پرون راهيسي زور اخستی دی خو په پرله پسې توګه پوليس او پوځ د مظاهره چيانو د تيت او پرک کولو لپاره د اوښکو بهونکو غاز او ربړي مرميو تر څنګ د اصلي مرميو څخه هم کار اخستی دی چي تر اوسه پوري د ۲۳۰ کسانو د وژني او تر دې زياتو د ژوبل کېدو خبر ورکول سوی دی . امريکايي واکمنو د لاريون کوونکو پر وړاندي ددولت کړنه غندلې ده او پر لېبيا يې ږغ کړی دی چي د مظاهره چيانو پر وړاندي پر خپل چلند له سره فکر وکړي .