افغانستان او ترکيې د کانونو په برخه کې تړون لاسليک کړ

34 | فبروري 21st, 2011


د کانونو په برخه کې د ودې او دوه اړخيزې همکارۍ په موخه د افغانستان او ترکيې هيوادونو ترمنځ لومړنى تفاهم ليک لاسليک شو.
د کانونو له وزارت څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه تفاهم ليک د افغانستان دکانونو وزير وحيدالله شهراني او د ترکيې د انرژۍ وزير ترمنځ په انقره کې لاسليک شو.
په دغې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دافغانستان د کانونو وزير د خپل سفر په ترڅ کې د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت له چارواکو، د اقتصادي ودې او انرژۍ له وزيرانو سره بيلې بيلې ناستې کړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024