VU : سګرېټ څکول د فکري تمرکز د پرشاتګ علت ګرځي
د هالنډ دپلازمیني امستردام د “VU” نومي پوهنتون د یوې تازه علمي څېړني په راپور کښي راغلي چي تر ۱۶ کالو کمکیو ځوانانو لپاره د سګرېټو څکول د همغه کس د عصابو د تلپاتي ناروغی لامل دئ .
د څېړونکو په وینا د فکري تمرکز شاته تګ هم د سګریټو له امله رامنځته کیږي .
د اوږدې مودې څخه وروسته د سګریټو څکولو په نتیجه کي انسان د زړه د حملې، د سږي يا د مرۍ د غاړي سرطان او د سرطان د ځینو نورو ډولونو د ورپېښدو سره مخ کیږي .
همداراز د سګريټو څکولو د لنډي مودې وروسته نښي او نښانې ژر ستړیا او په تکراري ډول سره د اوږدې مودې لپاره زکام کېده دي .
د ذکر سوي څېړنیز راپور د لوستلو او ډاونلوډ کولولپاره لاندي کلیک وکړئ :
د سګریټ څکولو په اړه د “VU” پوهنتون څېړنیز راپور