کور / سياسي / په افغانستان کی دامریکادمتحده ایالاتو ددایمی هډودجوړولو خیال

په افغانستان کی دامریکادمتحده ایالاتو ددایمی هډودجوړولو خیال

دخلیل زی په قلم


دتاریخ په اوږدوکی بهرنیانو او په خاص ډول انګریزانو ، روسانو ، امریکایانو او یو شمیر ګاونډیانو هڅه کړی ده او کوی یی چی په افغانستان کی خپل موجودیت ثابت کړی او خپل شوم اهداف په خپله افغانستان کی اودافغانستان څخه بیرون په نورو هیوادونو کی ترسره کړی البته په دی هیله یی په افغانستان یرغل کړی دی خپل زوریی ازمویلی دی خودافغانستان دباشهامته او غیوره خلکو دسخت مقاومت او عکس العمل سره مخامخ شوی دی او په تیښته ورڅخه مات ګوډوتلی دی .
دامریکادمتحده ایالاتو او زیاتو غړوهیوادونو دملګروملتودسوله ساتو ځواکونو دچتر لاندی په افغانستان نظامی یرغل وکړ او دسپتمبر دیولسمی ډارمه یی هسی بهانه کړه او په افغانستان راننوتل اودبن توافقات یی هم ددی پیښی څخه وروسته هسی دبوډۍ رانجه کړل او دافغانستان دیو شمیرپورل شو اشخاصو اوافرادو په سترګوپه پوره توافق پوری کړل او داسی لوبه یی جوړه کړه چی ګوندی دوی په افغانستان کی امن راولی اود بیارغاونی لپاره راغلی دی او په اصطلاح دالقاعده اوتروریزم په مقابل کی سپرکیږی ترڅو په افغانستان کی امن تامین شی ملی اردو او ملی پولیس او په نهایت کی افغانستان په نظامی ، سیاسی او اقتصادی لحاظ په ښپو ودروی دلسو کالو په موده کی یی دځان په ګټه یو څه سرکونه دخپلی استفادی په غرض په موقتی توګه پاخه کړل البته یوشمیر مکتبونه شفاخانی اوداسی نورکارونه یی وکړل ولی مرستی چی دافغانستان په نوم په نړیواله کچه شوی وی دافغانی چارواکو په ګډون یی سره په خپل منځ کی حیف ومیل کړی اوډیره کمه برخه که یی په پورتنو یادوشو لاروکی مصرف کړی وی داسی بنیادی کارونه لکه دکارخانو جوړول ، بندونه او ویالی جوړول چی دخلکو دبی کارۍستونزه ختم شی او په کارونو مصروف شسی نه دی کړی او نه یی ورته اراده شته دوی شف شف کاواواخر شفتالوشو او د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۴ میلادی کلونو کی دافغانستان څخه ددوی وتل دی ته خبره ورسیدله چی دنظامی دایمی هډو طرحه راوړاندی شوه .
نن سبا په نړیواله کچه په رسنیو کی داخبره په درز روانه ده چی دامریکا دمتحده ایالاتو ذعامت او په کانګرس کی دموکراتیکه ډله غواړی چی په افغانستان کی دی دامریکا نظامی دایمی هډی جوړی شی او که داسی ونه شی نو دبین المللی قواواودناتوغړوهیوادواو سرکی یی دامریکادمتحده ایلاتو دقواو په وتلوسره به پرافغانستان کی امن خراب شی القاعده او طالبان به داوکړ ی اوهغه او ګاونډی هیوادونه به خپلی لاس وهنی نوری لاپسی زیاتی کړی ورسره ورسره دګردومیزو نو ټیکه دارانو هم خپل سرونی غوړکړی دی اووایی چی باید امریکا خپلی نظامی هډی جوړی کړی او جناب کرزی صیب خوورسره دخپل قدرت دساتنی لپاره لاترمخه سرخوزولی دی او وایی چی داپریکړه په پارلمان او لویه جرګه پوری اړه لری کوم پارلمان او کومه لویه جرګه ؟
هغه پارلمان چی دتل لپاره یی هغه څه منلی دی چی بهرنیان یی ورته دکرزی په خوله وایی هغه لویه جرګه چی غړی دافغانستان دخلکو دسرنوشت دټاکلو لپاره په هره غونډه کی برخه لری اودافغانستان دخلکو داستازو په نوم یادیږی ؟ حال داچی ددغه خلکو دپوره هویت سره اکثریت افغانان بلد دی نه که داسی وی نوبیا خو دافغانستان اکثریت بی دفاع ملت ددی خبری څخه نه خبرول کیږی چی دابل دشرم تورداغ دی چی دافغانانو په وچولی به پاتی وی تر اوسه لادډیورن تورداغ نه دی وران چی داداغ به پری ښکاره شی ځکه چی دافغانستان پارلمان په اکثریت سره دملت استاذی نه دی بلکه دجعل ،تزویر ، دوکو او پیسو استاذی دی چی دجناب کرزی اویانوروله خوایی مرستی شوی دی اودلوی جرګی غړی خو هم سیاسی سوداګردی اود بولۍ لپاره تیارناست دی او دجناب کرزی سره یی لست پروت دی او یوه یوه کاپۍ یی دوالیانو سره ده چی هروخت ضرورت شی طیاری اوګاړی به یی انتر کانتینتال ته راغونډکړی او دسولی په خیمه کی به سره پریکړه وکړی اونظامی هډو لپاره به جواز ورکړی .
وایی ددوه و چنچڼو جنګ وپیشو راغله اودواړه یی وخوړی او بریتونه یی وڅټل ویی ویل که زه نه وایی نودوی خو سره وژل .
امریکا اومتحدین جمع کانګرس اوورسره دافغانستان لویه جرګه او پارلمان کی سره هغه اشخاص اوافراد راټول دی چی بی دبهرنیو دوجود څخه په افغانستان کی خپله بقانه ګوری او خپلی په ناروا راغونډی کړی . سرمایی یی ددوی په شتون کی خوندی پاتی کیدی شی نو ځکه به داخبره او پریکړه کوی او که نه هرڅوک پوهیږی چی پردی کټ دنیمو شپو دی په افغانستان کی چی کومه ناارامی روانه ده اوکومی پریکړی کیږی داټولی دبهرنیو ځواکونو او په سر کی یی دمتحده ایالاتو درهبرۍ دسی آی ایی داستخبارتی شبکو اودافغانستان دیو شمیر هغه متحدینو له خواچی خپله بقاپه ناارامیو کی ګوری منځ ته راځی . ترڅو چی دامریکا دمتحده ایالاتو پلانونه ، پروګرامونه او اهداف ترسره نه شی دالوبی روانی وی . دامریکا دمتحدایالاتو رهبری ، کانګرس اوددوی بین الملل ملګری او په مجموع کی ناتو اروپائی ټولنه باید په دی وپوهیږی چی افغانان دغه څوتنه نه دی چی دوی په ځان راټول کړی دی او ددوی ثناوایی دافغانستان چوپ اکثریت ددوی دټولو اهدافو څخه اګاه دی اوداچی ددوی موقت وجود سره موافقانه لری نوددایمی نظامی هډو څخه خو هیڅ وخت ملاتړنه کوی بلکه دسخت مقاومت سره به مخامخ وی او بیا به یی جبران ډیر مشکل وی او دایو واقعیت دی او ددی څخه سترګی پټول عاقلانه خبره نه ده .
نن سبا په افغانستان کی ډیر کړکیچونه اوستونزی وجودلری چی بهرنی ځواکونه ورسره مخامخ دی او خپله افغانی ځواکونه اودولتی چارواکی هم ورسره لاس او ګریوان دی او لاره ورڅخه ورکه ده .
په افغانستان کی هرڅه دهغه چادی او حق یی ګڼی چی وسله ورسره وی اودناروالاری څخه دخپل زور اوقوت څخه کاراخلی اودقانون حاکمیت نه منی زور اووسله بی قانون دی .
تاسی وګورئ چی په افغانستان کی په خاص ډول دکرزی صیب په ذعامت کی چی دجمهوری ریاست ددواړو دورو په ټولټاکنو کی اوهمداراز دولایتی شوراګانو اوولسی جرګی په ټولټاکنو کی څومره درغلۍ ټګۍ او برګۍ وشوی چی سریی داختصاصی محکمی تاسیس ته ورسیده چی په جهانی سطح یی دمملکت حیثیت اواعتبار ته زیان ورساواودایی ثابته کړه چی په افغانستان کی په هرکارکی دوکه درغلی جعل اوتذویرروان دی اواداری فساد خپل اخرنی سرحد ته رسیدلی دی . دقانون حاکمیت نه دی موجود ښکته نه پورته او پورته نه ښکته ته دواک او مسولیت معیارنه دی معلوم هرڅوک چی چاته منسوب وی او په اصطلاح ورپوری تړلی وی هغه میردی هر څه چی کوی کولی شی .
تاسی قضاوت وکړئ دیو ملک ددفاع وزیر چی په خپله خاورویا افغانستان کی دامریکا دمتحده ایالاتو ددایمی هډو په جوړونه توافق ښکاره کړی نو دملی اردو افرادو څخه څه امید کیدی شی . دهرات په ولایت کی دبریښنا اوبولګولودوزیرڅرګندونی په حقیقت کی دیوریښتنی افغان دوطنپرستۍ دعالی احساس اولوړمورال بلګه وه چی دهرات دخلکو سره په یوه غونډه کی وکړی .
هغه څوک چی واقعا مسلمان او افغان وی کله به هم دغه تورداغ دافغانی خاوری په پاکه لمن ونه منی او کله هم یی نه دی منلی .
هغه ولسی جرګه یا پارلمان او لویه جرګه چی دداسی پریکړو سره توافق وکړی هغه دمطلق اکثریت افغانانو استاذی نه دی بلکه هغه پلورل شوی ډله ده چی تل یی دافغانانو وقار ، حیثیت اوبین المللی شهرت ته زیان رسولی دی او دخپلو شخصی ګټو په خاطر یی دنورو غلامۍ ته سرښکته کړی دی .
دبصیرت خاوندان دی قضاوت وکړی چی دجناب کرزی تخمینی په لس کلنه دوره کی څه تحول اوبدلون راغلی دی سره ددی چی دناتو غړو هیوادونه نړیواله ټولنه او په سرکی یی دامریکامتحده ایالات هم په خواکی ولاړ دی او دکومکونو اندازه خو نه شی اټکل کیدلی امن راغلی دی نه . خلک په خیټه ماړه شوی دی نه ، بی کاری ورکه شوی ده نه ، اداری فساد حداقل کم شوی دی نه ، کاراهل کارته سپارل شوی دی نه او داسی نور ډیر چی شمیرلوته یی ضرورت نشته او ګران لوستونکی یی عملا ګوری .
کرزی صیب دومره هم ونه شو کړی چی خپله کابینه جوړه او پوره کړی ولسی جرګه یی دیوه ریس په ټاکنه قادره نه ده دده په حکومت کی یو متهم دقانون پریکړی لپاره څوک محکمی ته نه شی حاضرولی ، محاکم یی داسی پریکړی کوی چی نه یی په قوانینو کی سابقه شته دی او نه اسلامی شریعت کی ورته کوم فصل اوباب شته دی دکرزی تبعیضی فرمانونه چی دمجرمینو دعفو په باب ئی صادره وی ترهرڅه زیات داندیښنی وړدی .
افغانان بایدپه دی وپوهیږی او پوهیدلی دی چی دافغانستان داکثریت خلکو دپاره دیو ارام اوډاډمن ژوند لپاره کوم فکر نشته دی زوریږی به اوورکیږی به .
دالله تعالی پریکړه هم ښکاره ده فرمایی:
زه دیوه قوم حالت نه بدلوم ترڅو چی یی په خپله بدل نه کړی . تاسی وګورئ نن سبا په نړۍ کی څه روان دی ولسونه په سرونولوبی کوی اوانسانی ژوند غواړی دخپلو حقه حقوقودلاس ته راوړلو لپاره قربانۍ ورکوی نظامونه بدلوی ولی موږدبل په خوله ژوندی یو . افغانان هغه غیور ملت وچی نوروته یی دازادۍ اوخودارادیت درس ورکاو اودنړۍ جابرقدرتونه یی په ګونډوکړی وولی نن سبا دیو شمیر هیواد پلورونکو افغان نمایانو له خو اورباندی سیاسی سوداګری روانه ده او دوی ځانونه نه ښوروی . زه باورلرم چی دهغه یو شاعر په قول چی وایی :
خاک ساران جهان رابه حقارت منګر
توچی دانی که دراین ګردسواری باشد
وګوروچی دافغانانو ویده غرور او دسیادت احساس به کله ددی درانده خوب څخه راویښیږی اوخپله راتلونکی به ټاکی ؟
زه په دی کامل ایمان لرم چی هغه شیبی رانیږدی دی خو مخ به دهغو توروی چی ددی قافلی څخه وروسته پاتی شی


خجل انکس که رفت وکار نساخت
کوس رحلت زدند وبار نساخت


(فاعتبروایااولی الابصار)