کور / سياسي / په افغانستان کی د امریکا دایمی پوځي اډې

په افغانستان کی د امریکا دایمی پوځي اډې

فریب تربیت باغبان مخور ای ګل            که آب میدهد اما ګلاب میخواهد


       د څو ورځو راهیسی د افغانانو په منځ کی په افغانستان کی د امریکا د دایمی پوځی اډو د جوړیدلو پر سر بحثونه روان دي. زه دې موضوع ته د وطن پالني او وطن پلورني له عینکو څخه نه ګورم بلکه دا د هر افغان حق بولم چی د دغه راز ملی مسلې په برخه کی خپل نظر څرګند کړي. زه د خپل ګران دوست اسحق نګارګر له نظر سره تر ډیره ځایه موافق یم او له دې اډو څخه یی اندېښنې پرځای بولم. د هغه د استدلال په مقابل کی دا خبره چنداني نه سم منلای چی وایی په افغانستان کی د امریکا پوځی اډې یوازي اقتصادي ګټی نه لري بلکه د افغانستان د ارضی تمامیت د ساتلو لپاره ګټوري دي او موږ د خپلو داخلي او خارجی دښمنانو د بیشرمانه مداخلو په مقابل کی ساتي. دوی وایی چی امریکا په ۱۳۰ هیوادونو کی پوځی اډې لري. هیچا ته یی تاوان نه دی رسولی بلکه ګټي یی ورته رسولي دي او موږ هم باید له دې اډو  څخه ګټه واخلو. دا اډې د افغانستان استقلال په خطر کی نه اچوي بلکه تضمینوي یی ځکه چی افغانستان له یوه لوی قدرت سره په یوه پوځی پیمان کی داخلیږی.
    زه د خپلو دوستانو دا خبره په ډیر احترام سره ور غبرګوم او وایم چی اشغال او پیمان به حتما یو څه توپیر سره لري. امریکا او لویدیځ هیوادونه د چا په بلنه افغانستان ته راغلي وه چی نن د پوځی پیمان په باب له هغوی سره خبری کیږی. تر ټولو مسخره خبره خو داده چی د هغوی په لاس کښینول سوی جمهوریس حامدکرزی هم وایی چی په دې باره کی به د پارلمان او د مشرانو له جرګې څخه رایه غوښتله کیږی او بیا به نو فیصله کیږی. کوم جمهوریس، کوم پارلمان، کومه لویه جرګه؟؟؟  د بن له جرګې څخه بیا تر نن ورځی پوري په کومه ملي او حیاتي مسله کی د افغانستان د خلکو رایه غوښتله سوې ده چی نن به له هغوی څخه د امریکا د دایمي پوځی اډو په باب پوښتنه کیږی.
        داچی لویدیځ هیوادونه او امریکا له لویه سره ولي افغانستان ته راغلي او په دې هیواد کی د تل د پاره له پاته کیدلو سره څه علاقه لري، دا خبره اږدو بحثونو ته اړتیا لري. خو دا خبره سړی په سادګی سره کولای سي چی امریکا او ټول غربی هیوادونه په افغانستان کی خپلي ګټی لري او د افغانانو له ښو او بدو سره یی علاقه نسته. سړی نه پوهیږی چی امریکایانو ته څرنګه یو ناڅاپه له افغانانو سره د مرستی کولو او د هغوی د خاوري د تمامیت د خوندي کولو سودا پیدا سوی ده. د افغانستان د خاوري د تمامیت ساتل، د غلیمو ګاونډیو هیوادونو، ایران او پاکستان، په مقابل کی له خپلی خاوري څخه دفاع کول او د ملی یووالي ساتل، پخپله د افغانانو کار دی. تر څو افغانان پخپله د خپلي خاوري او حقوقو څخه د دفاع توان پیدا نه کړي خارجیان په سل کاله د هغوی تضمین نه سي کولای.
         موږ ټول د دې حقیقت شاهدان یو چی په افغانستان کی د امریکا او ناټو  د قواوو د مداخلې راهیسی امنیت ورځ تر بلي خراب سوی دی، او هغه ځان مرګي بمونه چی پخوا به یی دوه یا درې تنه وژل اوس یی خبره شلو او دیرشو تنو تلفاتو ته رسېدلې ،او د بې امنیتی لمن له جنوب څخه شمال ته غځیدلې ده. دا لا څه معلومه ده چی په افغانستان کی د لویديځو هیوادونو د زیات پاته کیدلو سره امنیت نور هم خراب سي، او غلیم ګاونډیان خپلو مداخلو ته نور زور هم ورکړي.
       هغه وخت چی زموږ غلیم ګاونډیان د متحده ایالاتو سره د سنټو او سیاټو په پوځی تړونونو کی شامل وه او افغانستان یوازي د خدای پر میدان پروت وو، ولي ګاونډیانو د افغانستان په داخلی چارو کی مداخله نه کوله چی اوس یی د ټولي ناټو سره ډغري پیل کړي او په سپینه ورځ د افغانستان د خاوري تمامیت او ملی وحدت تهدیدوي. د پاکستان مداخلې خو لا هلته پریږده؛ پخوا به افغانستان د پاکستان په چارو کی  سیاسی مداخلې کولې. د پښتونستان جشنونه یی کول، د پښتونستان راډیویی پروګرامونه یی چلول، د قبایلو د ریاست مهمانخانې به یی د پښتنو او بلوڅو ناراضی سیاسیونو څخه شپه او ورځ ډکي وې، پاچاخان به ویناوي کولې، اجمل خټک او افراسیاب خټک به له کابل څخه په صوبه سرحد کی خپل ګوندونه رهبری کول، خو په عوض کی نه پاکستان په خپله خاوره کی افغان ناراضیان درلودل او نه یی د دې هیواد پر پاکه خاوره د یرغل کولو جرأت درلود.
      د امیر عبدالرحمن خان، بلکه د امیر دوست محمد خان ، له زمانې څخه د ثور تر کودتا پوري نه کوم لیکوال او نه کوم افغان مشر د ګاونډیانو د یرغل او یا د افغانستان د خاوری د تمامیت په برخه کی اندیښنه څرګنده کړه، بلکه لا موږ نارې وهلې چی د افغانستان طبیعی سرحدونه په ختیځ کی اټک او په جنوب ختیځ کی د پسني او ګوادر بندرونه دي. موږ له پاکستان څخه شکایت نه درلود بلکه پاکستانیانو زموږ له وهمه د شپې ارام خوبونه نه سوای کولای. خو نن چی په هر مجلس کی زموږ سیاسي کارپوهان او مشران خوله وینا ته جوړه کړي او چی هر لیکوال مو ګوتي قلم ته وروړي نو له بسم الله څخه وروسته په پاکستان بنا وکړي او چی څه یی پرخوله او قلم ورځی نه یی سپموي. په افغانستان کی چی په هره برخه کی خرابي او تباهی ویني د پاکستان له لاسه یی بولي او دا پاکستان دی چی اوس یی د افغانانو خوبونه حرام کړي دي. دا ولي؟؟
      د دې خبری لوی او حتی یوازینی علت دا دی چی افغانستان پخوا صاحب او مالک درلود. د افغانستان پاچاهانو، وزیرانو، مشرانو، جنرالانو او بالاخره ټولو خلکو د دې هیواد هره لویشت خپل وطن نه بلکه خپل کور باله او د خپل ملی ناموس څخه یی په سر اومال دفاع کوله. خو کله چی د افغانستان خپلو بچو خپله خاوره بازار ته کړه او هر  چا له خپل وس سره سم خپله برخه لیلام کړه نو بیا خو د خاوري خریداران لږ نه وه. هغه کسان چی څه باندي دیرش کلونه یی پر ایران، پاکستان او بل هر خریدار باندي خپله خاوره او بچي پلورلي دي هغوی ټول د افغانستان قدرت په لاس کی لري. خاوره به په چا ساتو؟ ستاسی ټولو په یاد دي چی جمهوریس کرزي  د افغانستان د ټولو اولسونو په مخ کی په ډیر افتخار وویل چی د څه باندي اتو کالو راهیسی له ایران څخه بوجی بوجی نغدي روپی تر لاسه کوي. دا چی ایران به څه ورڅخه غوښتي او ده به څه ورکړي وي دا به یوه ورځ سپینیږی. خو په زړه پوري خبره دا ده چی نه عبدالله، نه قانوني او نه کوم بل مجاهد مشر د اعتراض کولو جرأت وکړ او د دې خبري علت څرګند دی. زه یقین لرم چی هغو نورو مشرانو تر کرزي صاحب ډیری پیسې او له ډیرو منابعو څخه ترلاسه کړي وې، طبیعی خبره ده چی خولې یی اعتراض ته نه سوای سمولای.
       د دې ټولو خبرو څخه می مطلب دادی چی د افغانستان د خاوری د تمامیت او امنیت ساتل د خارجیانو کار نه دی او نه عیسوی امریکایان په اسلامی افغانستان کی تر قیامته پوري د باته کیدلو توان او امکانات لري. دوی به یوه ورځ وزی او موږ به بیا د خپلو هغو غلیمو ګاونډیانو سره مخامخ کیږو چی تر پخوا به سل چنده راته قهرېدلي وي. په پښتو ژبه کی یو متل دی چی وایی په پردیو جامو تن نه پټیږی. دا جامې امانت دي او موږ به یوه ورځ بربنډ پاته یو.
       بله خبره دا ده چی که ناټو په ریشتیا هم د افغانستان د خاوری د تمامیت د ساتلو او امنیت او ثبات  د ټینګولو سره ډیره لږ علاقه هم درلودلای نو هغه غله اوړ داړه ماران یی قدرت ته نه رسول چی د افغانستان د دیرش کلني غمیزی د ټولو جنایاتو او د بشر پر حقوقو باندی د تیریو مسولیت ور په غاړه دی. په همدغو غلو او  داړه مارانو یی، چی د امریکا او ناټو استخباراتی ادارې یی تر موږ به سل چنده بهتر پیژني، په افغانستان کی نسبتا راغلی امنیت په لوی لاس بیرته خراب کړ. ځکه ټول هغه خلک چی د طالبانو د نهه کلن استبداد او توري دورې له امله یی په ورین تندي د امریکا مداخلې او د کرزي رژيم ته هرکلی ووایه، د همدغو بدماشانو او فاسدو مامورینو له لاسه بیرته د طالبانو خواته واوښتل او یا لږترلږه د هغوی په وهلو او نیولو کی له امریکا او د هغوی په لاس کښینولي رژیم سره همکاري نه کوي، او ځکه نو امنیت ورځ تر بلي خرابیږی.
        اوس خو داسي ښکاري چی اداري فساد تر بل هر وخت زیات سوی، امنیت تر پخوا خراب سوی او نور هم پسی خرابیږی او د امریکا او د هغه د لاس کښینولې رژيم په مقابل کی د خلکو نفرت ډیر سوی او لا هم ډیریږی. امریکا که په افغانستان کی دایمی اډې جوړوي بیا به هم د همدغو غلو او ډاکه مارانو پر رژیم باندی تکیه کوي او دغی رواني وضع ته به دوام ورکوي د دې تضمین څوک کولای سی چی وضع به تر دې بهتره که بد تره سي. نو زه نه پوهیږم چی په داسي حالت کی به د امریکا د دایمی اډو جوړول څه ګټه ولري.
           زه له افغانستان څخه د ناټو د قواوو د سمدستي وتلو او یا په لنډه موده کی له وتلو سره مخالف یم او په دي عقیده یم چی د افغانستان څخه د هغوی له وتلو سره به داسی داخلی جنګونه او فجایع پیل سي چی افغانستان به یی په خپل تاریخ کی ساری نه وي لیدلی. خو دا خبره ورسره زیاتوم چی که ناټو او امریکا په سیمه کی خپل خیر غواړي نو له افغانانو سره دي د  داسي  یوه  ريښتوني قانوني نظام په ټینګولو کی مرسته وکړي  چی هم د خپل داخلی امنیت غم پخپله وخوړلای سي او هم له ګاونډیو هیوادونو سره په سوله کی ژوند وکړای سي او هم په اینده کی د نړی امنیت ته خطر پیښ نه کړي. دا هم د دوی او هم د افغانانو په ګټه کار دی او هم د سیمی له امنیت سره مرسته کوي. تش په نامه لویی جرګې راغونډول، ویناوي کول او رایی اچول  د افغانستان د خلکو په اراده ملنډي وهل دي.که امریکا او لویدیځه نړی خپل او د افغانستان خیر غواړي نو د افغانستان څخه دی بالاخره د وتلو او په اصطلاح پښو سپکولو یوه شرافتمندانه لاره ولټوي.
         که امریکا په ریشتیا هم غواړي چی د افغانستان مسله د سولي او خبرو له لاري حل کړي نو هم د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو او هم په داخل کی له خپلو مخالفینو سره خبري پیل کولای او پرمخ بیولای سي. که دوی وغواړي زه یقین لرم چی چل یی ورځي. رباني ته له طالبانو سره د روغی جوړي د هیات رهبری سپارل او د سولي او روغي جوړي په کمیسیون کی د ټولو غلو او داړه مارانو شاملول دا معنی لري چی له خبرو سره له سره علاقه نسته او دا ټوله ډرامه د نړی والو د غولولو لپاره پیل سوې ده.
         جمهوریس حامد کرزي د متحده ایالاتو حکومت ته پیشنهاد کړی دی چی د طالبانو یو پخوانی مشر ملا خیرالله خیرخواه دي، چی د څه باندي اتو کالو راهیسی په ګوانتامو کی بندي دی، ورته را خوشي کړي څو له طالبانو سره د دولت د روغي جوړي په خبرو کی برخه واخلي. اوس نو داسی یو څوک به چی څه باندی اته کلونه یی د ګوانتانامو په بندیخانه کی تیر کړي وي پر طالب یاغیانو، په تیره بیا د طالبانو پر اوسني نسل باندي، چی ویل کیږی زیاتره یی نوي له مدرسو څخه فارغ سوي دي څه اغیزه ولری. که د ګوانتانامو په بندیانو کارونه پر مخ ځی نو بیا خو ملا عبدالسلام ضعیف او ملا عبدالرزاق تیار په کابل کی ناست دي. ولی له هغوی څخه کار نه اخیستل کیږی. که ملا خیرخواه خپل دریځ ته تغیر ورکړی وي، طالبان یی پر خبره غوږ نه نیسی او که هغه پر خپله خبره او دریځ باندی کلک ولاړ وي نو بیا خو د افغانستان او امریکایانو په درد نه خوري.
        د کابل د حکومت او ناټو له قواوو سره د مخالفینو د روغي جوړي د اقداماتو او په افغانستان، په تیره بیا پښتنی سیمو کی، د ناټو د جنګی عملیاتو او د هغوی د نتیجو په باب ټول تفصیلات په یوه لنډ مضمون کی نه ځاییږی. خو پر افغانستان باندي د هغوی د حملو د پیل کیدلو راهیسی بیا تر نن ورځی پوري د هغوی جنګی عملیاتو، تاکتیکونو او ویناوو  ته چی وکتل سي نو سړی د هغوی پر نیوتونو باندی هره شیبه شکمن کیږی. ناټو له لومړي سره د القاعده د له منځه وړلو او د اسامه بن لادن د نیولو یا وژلو لپاره پر افغانستان باندی حمله وکړه. خو د حملو له پیل راهیسی یی یوازي په زرهاوو پښتانه وژلي، د هغوی سیمی او ښارونه یی د ښونځیو، روغتونونو، سړکونو او د کاروبار له مرکزونو څخه بې برخي کړي دي. د کلیو او ښارونو تباه کیدل یی لا هم دوام لري او د ختمیدلو نیټه یی یوه خدای ته معلومه ده. د پښتنو پر ښادیو او جنازو باندي د ناټو څو ځله بمباریو او په سل ګونو بیګناه انسانانو وژل کیدلو د ناټو او د هغوی د کښینولي رژيم په مقابل کی د خلکو، په تیره بیا پښتنو، نفرت او کرکه سل چنده زیاته کړې ده. دا نه ده څرګنده چی په افغانستان کی به د ناټو د قواوو د زیاتیدلو او د تل لپاره پاته کیدلو سره دا ستونزي کمي سي او که به لا هم زور پسی واخلي. اوس د اسامه بن لادن او د هغه د نیژدې ملګرو د نیول کیدلو او وژلو خبره، چی د افغانستان پر بی دفاع او بې مالکه خاوره باندي د ناټو د عملیاتو د پیل کیدلو، په اصطلاح، لومړنی هدف وو، بیخی شاته پاته ده. داسي ښکاري چی ناټو اسامه بن لادن او د هفغه مرستیال ایمن الظواهري په کال کی دوه درې ځله د اخطارونو او اعلامیو د صادرولو لپاره ساتلي وي او نوره یی وظیفه ختمه وي. امریکا به په افغانستان کی د تل لپاره د پاته کیدلو فیصله کړې وي خو ماته د تقدیر فیصله د هغوی په ګټه نه ښکاري.