د افغانستان او امريکا د دفاع وزيرانو سره وليدل

34 | فبروري 24th, 2011


دافغانستان او امريکادمتحده ايالاتونو ددفاع وزيرانوپه واشنګټن کې سره لېده کاته ترسره کړل اوپريکړه يي وکړه چې ددواړوهيوادونود دفاع وزيران به هرکال دوه ځلې ديوه ګډمشارکت درامنځته کولولپاره سره خبرې اترې کوي.
افغانستان له امريکاوغوښتل چې له دوزره څوالسم ميلادي کال وروسته دې هم له افغانستان سره دامنيت په برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.
دافغانستان دملي دفاع وزيرسترجنرال عبدالرحيم وردګ دامريکاپه دفاع وزارت کې له چارواکوسره دکابل او واشنګټن پراړيکوخبرې وکړې.
دامريکادفاع وزيررابرټ ګيټس وويل چې ددواړو هيوادونوترمنځ به دامنيت په برخ کې په راتلونکې کې هم ورته غونډې وشي.

Copyright Larawbar 2007-2024