کور / تازه خبرونه / يمن: دولت ضد لاريونونو زور اخيستى

يمن: دولت ضد لاريونونو زور اخيستى

په يمن کې ددولت پرضددځاى مېشولاريونونوزوراخېستى او له دې امله د يمن د ولسمشر علي عبدالله صالح له ګونده د پارلمان اوو غړېو ا ستعفاء ورکړه.
دوي له حاکم ګونده د استعفا علت دا ياد کړ چې حکومت د مظاهره کوونکو پرضد له تشدده کار اخيستى دى.
په دغو کسانو کې چې استعفي يې ورکړي، څو تنه د ولسمشر نژدې ملاتړي دي.
د صالح ګوند د پارلمان په درې سوه يو څوکيو کې شاوخوا دوه سوه څلويښت څوکۍ لري. اپوزسيون ډله ولسمشر تورنوي چې په انتخاباتو کې درغلۍ کوي او له همدې امله يې د وکيلانو شمېر زيات دي.
تر اوسه په يمن کې د حکومت پرضد په مظاهرو کې له تيرې اونۍ راهيسې لږ تر لږه پنځلس تنه وژل شوې دي.
دا شخړې د حکومت پلوه کسانو او هغو کسانو تر منځ شوې دي چې د علي عبدالله صالح له دوه ديرش کلنۍ واکمنۍ سره مخالفت کوي.
په ورته وخت کې دروسيې ولسمشرديميترې ميدويدف ويلي چې په ډيروعربي هيوادونوکې ناامني کولى شي پردغه هيواد هم اغېزه وکړي.
نوموړى زياتوي چې روسيي اورپکي هم کولى شي دعربي هيوادو له تاوتريخوالوالهام واخلي.
دورسيي ولسمشرپه روسيه کې داسلام پاله اورپکوپروړاندې دجدي مباريزې غوښتنه وکړه.
دافريقاپه شمال او په منځني ختېځ کې داعتراضونوپه غبرګونوکې دروسيي ولسمشر ويلي چې دا اعتراضونه دروسيې په اوزا اغيزه کولى شي ځکه چې نږدې شل مليونه مسلمانان هم په دې هيوادکې اوسېږي.
اخوابنسټ پالي دشمالي قفقازدتجزيي په هڅه کې دي.
ديادونې وړده چې بنسټ پالوديوکال راهېسي په شمالي قفقازکې اود روسيي په ځېنو سيموکې خپلو بريدونوته زور ورکړى اوپه دې ورستيو کې دمسکوپر يوهوايي ډګرکې بريدترسره کړچې په ترڅ کې يي شپږديرش تنه ووژل شول.