دولت: که د پولې ها خوا ځالي وراني نشي حملې نه کمېږي

34 | فبروري 24th, 2011


افغان دولت خبردارى ورکوي که چېرې دپولې اخوادترهګرو پټنځايونه ويجاړنه شي نوافغانستان به هرورځ دترهګريزوپېښو ښکاروي.
دولسمشرويانديوځل بياله هيوادڅخه بهردترهګرو او دترهګرۍ پروړاندې دمباريزې پرټېنګار سربيره خبردارى ورکړچې په افغانستان کې دترهګرۍ پروړاندې مباريزه بې ماناده.
ښاغلي عمرهغه رپورټونه چې ګواکې افغان حکومت له ترهګرو څخه ملاتړکوي په کلکه ردکړ.
له دې سره سره چې دولسمشرحامدکرزي وياندوحيدعمر دکوم ځانګړي هيواد نوم وانخېست خو وايي چې داسې هيوادونه شته چې دافغانستان بې ثباتۍ ته لمن وهي.
همداراز دولسمشرکرزي وياندوحيدعمروايي چې ولسمشرله سترې محکمې څخه په کلکه غوښتي چې دجلال ابادښار په ورستيو ترهګريزوبريدونوکې نيول شوى کس شديدن مجازات کړي.
داپه داسې حال کې ده چې يوپاکستاني ترهګرپه جلال ابادښارکې دکابل بانک په يوې سيميزې څانګې باندې دبريدله امله نږدې يوسل شل تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

Copyright Larawbar 2007-2024