کور / طنز / د ولسي جرګې غړو ته نوی فرمول

د ولسي جرګې غړو ته نوی فرمول

دولسي جرګې منتخبو وکيل صاحبانو په کابو دا دوو مياشتو کې ونشول کړلای چې په ارامه  او پټه خوله ولسي جرګګۍ ته يومشر وټاکي ، او ان چې جينجال يې تر ارګه پورې  ورسېده  ٠ مخکې تر دې چې دا ربړه او جينجال يو ځل بيا په پارلمان کې   دګرېوانونو تر څيرلو، پر بوتلونو او بوټانو  ويشتلو او ان تر مرګه ورسيږي  ښه به دا وي چې ښاغلي وکيل صاحبان دغه لوی ناورين او غميزه  په لاندې فرمول عاقلانه  او عادلانه حل کړي  ٠
دغه  طلايي دوره چې ټول ټال پينځه کاله قانوني حيثيت او صلاحيت لري  بايد درياضي  دعلم له مخې (ضرب، جمع او تقسيم) شي تر څو هر ښاغلي منتخب وکيل صيب ته خپل  حق  په پوره ډول وروسيږي  او د حقتلفۍ او درغليو مخه ونيول شي ٠
مثلا د لاندې فرمول له مخې  ګورو چې دغه ستر ناورين  څومره ساده  او په اسانه حل کېدی شي٠
يو کال چې  تقريبا (٣٦٠) ورځې  ترې جوړېږي  په پينځه کلنه دوره  کې ضربوو يعنې (٣٦٠ضرب  ٥) چې مساوي کيږي له (١٨٠٠)  ورځو سره ، اوس ګورو چې د قضيي او فرضيي حل څنګه  په اسانه په لاس راځي ٠اوس د ضرب ټول حاصل يعنې(١٨٠٠) را اخلو  او  د ښاغليو وکيلانو پر شمېر(تعداد) چې (٢٤٩) دی  تقسيموو٠يعنې ( ١٨٠٠تقسيم٢٤٩ مساوي کيږي له ٧،٢٢ورځو سره) نتيجه يې  دا چې هر وکيل صيب ښه  په ارامه او په حقه حلاله توګه يوه پوره اوونۍ يعنې اووه (٧) ورځې  د ولسي جرګګۍ مشري کولای  ٠
دا خو هسې يوه فرضيه وه ، که لږ دقيق حساب  وکړو ښايي يو څو ساعتونه  او ورځې  پرې  نورې هم  ورزياتې شي٠
هو که کوم  وکيل  صيب ددې  څلور، پينځو کالو په ترڅ کې خدای مه کړه  ومړ او يا ناسوبه  اوغيرحاضر شو ، نو مراعتا ددې  لپاره چې بيا شخړې راپيدا نشي لازمه ده چې ښاغلي پروفيسور استاد عبدالرب الرسول سياف اوفاضل استاد محقق   دمشرۍ تشه چوکۍ ډکه کړي ٠ پدې ډول به هم زموږ ملي وحدت  ټينګ شي او هم به يې دهغو کړاوونو او زحمتونو درناوی وشي  چې د کابل په جوړولو  او سمسورولو کې يې ګاللي دي ٠
پاتې  دې نه وي  چې د پورتني فرمول د اجرا   نه وروسته بيا ښاغلي وکيلان خپل بخت او  د مشرۍ نوبت  پر پچه ازمايلی شي نه پر  رايه٠