هسپانیه : په نظامي اکاډمۍ کي ۵ تنه مړه او ۳ نور زخمیان سول
د هسپانیې د پلازمیني مادرید څخه لږ څه لیري په یوه نظامي اکاډمۍ کي د چاودني له امله پنځه فوځیان له منځه ولاړل او درې تنه نور زخمیان سول .
چاودنه په داسي حال کښي رامنځته سوې، چي فوځیان د تمرین کولو په حال کښي وه .
تراوسه د چاودني علت نامعلوم دئ .
د یادوني وړ ده، چي د چاودني وروسته د هسپانیې د دفاع وزارت ذکر سوي اکاډمۍ ته سفر کړئ دئ.