د ځمکي اداره پانګوالو ته په زرګونو هکټاره ځمکه برابروي

د لراوبر اداره | فبروري 25th, 2011


د ځمکي اداره پانګوالو ته په زرګونو هکټاره ځمکه برابروي



د افغانستان د ځمکې اداره وایې چې دوي په ملک کی دننه د خوصي پانګونې د ودې او پراختیا لپاره خصوصي پانګوالو ته ځمکي برابروي.


د دغې اداری ریس وايي  دوي هغو کورنیو اوبهرنیو پانګوالو ته د ځمکي د اجاره ورکولو په برخه کې اسانتیاويي برابروي کوم چې غواړي په تولیدي برخه کې پانګونه وکړي.


د طالبانو د حکومت له پرزیدو وروسته د افغانستان په بیلا بیلو تولیدي سکتورونو کی کورنیو او بهرنیو پانګوالو پانګونه کړي ده خو وروستیو جنګ جګړو او د پانګوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو نه برابرولو اوس دغه سرمایه ګزاري له خطر سره مخ کړي ده .


احمد شهیر شهریار ځمکو ته د خصوصي پانګوالو نه لاس رسی یوه جدي ننګونه بولي.


ښاغلی شهریار وایې دوي د پانګوالو لپاره د ځمکي د تر لاسه کولو لپاره پخواني اوږده مراحل ډیر را لنډ کړي او اوس محال یو پانګوال کولای سي چی د شپږو میاشتوپر ځای په دوو میاشتو کی ځمکه  تر لاسه کړي.


شهریار:


(( له کومه وخته چی د افغانستان د اراضي اداره رامنځ ته سوي د ځمکي په برخه کی د پانګوالو ډیري ستونزي هواري سوي دي، همدا اوس مونږ په دی لټه کی یو چی هغه موده نوره هم را لږه کړو په کومه کی چی یوپانګوال کلوای سي د خپلي خوښي وړ ځمکه په صنعتي سیمو کې تر لاسه کړي)).



د افغانستان د ځمکي اداره وایې پانګوالوته د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د دوي هڅي رواني دي .


د دغې ادارې چارواکي وایې چې د ځمکي د ادارې له رامنځ ته کیدو دمخه یوه پانګوال د ځمکي د تر لاسه کولو لپآره د شاوخوا ۵۰ ادارو  لاسلیک ته اړتیا لرله چی اوس یوازي لس اویا هم دولسو لاسلیکونو ته اړتیا ده .


خو دا هغه ادعاوي دي چی پانګوال یې نه مني او لا هم په حکومتي ادرو کې له شته ستونزو کړیږي.

Copyright Larawbar 2007-2024