په المان کي د افغانستان لپاره نوی سفير وټاکل سو

د لراوبر اداره | فبروري 25th, 2011



هغه افغان چی ویل کیږي په جرمني کی لومړی هغه افغان دی چی سیاسي کډوالي یی اخیستي پس له دی په دغه هیواد کی د افغانستان د سفیر په توګه دنده تر سره کوي.


عبدالرحمان اشرف چی په خټه افغان خو اوس جرمنی دی په برلین کی د آلمان له لومړی وزیر انګیلا مرکل سره وکتل.


نوموړی په ۱۳۶۸ کال کی د یوه سکالرشیپ له لاري آلمان ته ولاړ او وروسته یی هلته سیاسي کډوالي واخیسته .


نوموړي دجیاولژی او معدن په برخه کی زدکړي کړي او اوس ورته سفارتي چاره سپارل سوي ده .

Copyright Larawbar 2007-2024