کور / تازه خبرونه / هندوستان: پلار خپله اته کلنه لور وژلې ده

هندوستان: پلار خپله اته کلنه لور وژلې ده

په هند کي يوه سړي وروسته له هغه خپله لور وژلې ده، چي هغې يې د زنا غوښتنه رد کړې وه.
راپور وايي پېښه د تېر ٢٠١٠ کال د نومبر د مياشتي پر اته ويشتمه د هرياڼې ايالت په پالوال ولسوالي کي رامنځته سوې ده.
د پالوال ولسوالۍ پوليس وايي نجلۍ له پورتنۍ نېټې راهيسي ورکه وه، چي مړى يې د فبروري پر ٢٤ – مه د ريل ګاډيو په يوه تمځاى کي د پلټنو پر مهال وموندل سو.
پوليس وايي دوى وروسته له هغه د نجلۍ پر پلار باندي شکمن سول، چي د نجلۍ مور ورته وويل لور يې وروستى ځل له خپل پلار سره د ريل ګاډيو په تمځاى کي ليدلې وه.
پوليسو د نجلۍ له پلار څخه تحقيقات کړي او هغه ورته ويلي دي، چي خپله لور يې ځکه ووژله، چي له ده سره له زنا ډډه وکړه.