کور / تازه خبرونه / ننګرهاريان: وکيلان د والي د بدلون واک نه لري

ننګرهاريان: وکيلان د والي د بدلون واک نه لري

دننګرهار ددوه ويشت ولسواليو زرګونه وګړو دننګرهار دولسي جرګې دځينو غړو هغه نيوکې غېرقانوني او دوکيلانو له واک پورته وبللې چې له امله يې دوى ددغه ولايت دمسولينو دبدليدو غوښتنه کړې وه .
دننګرهار دبېلابېلو قومونو زرګونه استازو ، علماى کرامو ، ځوانانو او مدني ټولنودغه غونډه وروسته له هغې وکړه ، چې څو ورځې وړاندې دولسي جرګې ځينو ننګرهاري وکيلانو پرولايتي ادارې نيوکو ترڅنګ ګواښ وکړچې مسولين دې دخپلودندو څخه لاس په سرشي .
قومي استازو له سلاکاروزير اوننګرهار والي ګل اغاشيرزي سره په کتنه کې دخپل بشپړ ملاتړ په ښودلوسره دنوموړي پنځه کلن خدمتونه وستايل ، چې په وينا يې دنوموړي په ځانګړې پاملرنه دغه ولايت يومثالي ولايت ګرځيدلى
سلاکار وزير او دننګرهار والي ښاغلي ګل اغاشيرزي هم په خپلوخبرو کې دننګرهار له ولسونو مننه وکړه چې دخپل ولايت دسولې او امنيت او پرمختګ لپاره يې ولايتي ادارې سره په مرستې سربېره هر ډول قرباني ورکړى او دا يې ددوى دسولې دوستۍ عالي روحيه وبلله .
دننګرهاروالي له وکيلانو ،ديني عالمانو ، قومي مشرانو ، ملي سوداګرو ، ځوانانو ، مدني ټولنو او نورو اقشارو څخه غوښتنه وکړه ، چې دخپل ولايت په ساتنه او پرمختګ لپاره نورې هم هلې ځلې وکړي .
ښاغلي شيرزي وويل په دغه ولايت کې يې دسولې تامين او امنيت ټينګښت ته همېشه لومړيتوب ورکړى او لاهم پدې اصل باور لري ، چې له دې لارې کولاى شو ، پرمختګ او اصلاحات رامنځته کړو. .
مشرانو ديوکمېسيون پرجوړولو سربېره وويل ځينو وکيلانو دقانون خلاف غوښتنې کړي ،ځکه قانون دهرچاصلاحيت او واکونه په نښه کړي ، خو دوى دغه نيوکې دټولو ننګرهاريانو غږ نه بلکې دهغوى شخصي نظر وباله .
دغونډې په ترڅ کې چې دولايتي شورا وکيلانو ډاکټرلعل محمددراني او جاويدزمان هم برخه لرله ، ديني عالمانو او ګڼو قومي مشرانو په خپلو خبرو کې ددې نظام دتقويت غوښتنه هم وکړه او دننګرهار له والي ته يې ډاډورکړ، چې دننګرهار دخلکو او امنيتي وضعيت لپاره به ورسره هرډول همکاري جاري وساتي .
دوى ددغه وکيلانو حرکت دناامنۍ او انارشيزم رامنځته کېدو سبب وباله اودفعلي امنيت ساتنې ډاډورکولو ترڅنګ يې اوسنى والي مناسب والي يادکړ.
دوى ديو شپږماده ييز پريکړه ليک په خپرولو سره وويل دبيارغاونې او پرمختګ لپاره ددولت څخه دهڅو ترڅنګ له پلازمينې څخه راغلي پلاوي نه غواړو ، چې موضوع په پوره دقت سره وڅېړي څو دغه ولايت دشخصي ګټو قرباني نه شي .
بل لورته دننګرهار ګڼو خلکو دخپلو تودو احساساتو او شعرونو په ويلو سره دننګرهاردوالي څخه خپل ملاتړ هم څرګند کړ او دخدماتو ستاينه يې وکړه .
دننګرهارولايتي شورا منشي ډاکټر لعل محمددراني ، قومي مشرانو عبدالکريم خامن مومند ، ډګروال ميرزمان ، مولوي احمدالله پاچا ، معلم طوفان او ځينو نورو مشرانو په خپلو خبرو کې دهغه وکيلانو نيوکې او والي ته دځواب ورکول ، دقانون څخه خلاف وبلله او زياته يې کړه دوى دخلکو او ننګرهاريانو په خير دغه خبره نه ده کړى ، بلکې دا دهغوى شخصي اغراض دي .
په همدې حال کې دننګرهار والي ولسونو ته ډاډ ورکړى ، چې ددوى په غوښتنه به دخلکو دسراو مال او فعلي وضعيت ډاډمن ساتلو لپاره پوره هلې ځلې کوي او هڅه به وکړي ټولې چارې دولسونو او دولسونو داستازو په مشوره حل کاندي .
دا په داسې حال کې ده ، چې دولسمشر سلاکاروزير او دجمهوري رياست دشکاياتو داوريدو کمېسيون مشر اسدالله وفا په مشرۍ يوې پنځه کسيزې ډلې ، چې په کې سناتور ارسلا رحماني ، نعيم کوچى ، محي الدين بلوڅ او رحمت الله واحديار برخه لري ، په ننګرهار کې يې له بېلابېلو خواوو او قومي مشرانو سره ليده کاته پيل کړي .
دننګرهار ولايت دګڼو ولسونو لخوا يوې اتياکسيزې ډلې هم له اسدالله وفا سره دليدنې پرمهال دننګرهار دوالي دکړو خدماتو څخه مننه وکړه او هيله يې ترې وکړه چې دننګرهار والي بايد په دغه ولايت کې نورخدمت ته تشويق او زمينه ورته برابره شي .
دا په داسې حال کې ده چې دڅو ورځو راهېسې دننګرهار زرګونه وګړي ددغه ولايت مقام ته په راتلوسره دفعلي نظام تقويت او دننګرهار له والي څخه دملاتړ ښکاره کولو ترڅنګ له مرکزي دولت او ولسمشر نه غوښتنه کوي چې دننګرهاروالي بايد په دغه ولايت کې خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي ، ځکه چې په فعلي وخت کې دده بديل په ټول هېواد کې دننګرهار ولايت لپاره نه ليدل کيږي .
دپريکړه ليک متن .

بسم الله الرحمن الرحيم
نېټه ٦-١٢-١٣٨٩
داچې ننګرهار تل دسولې او امن کور او ښه نوم ګټلى ، بازسازي په کې شوې او دخلکو ژوند مثبت بدلون موندلى ، دننګرهار ميشت قومونه تل خپلې مهمې پريکړې په ننګرهارکې دميشتو قومونو سره په مشورې ترسره کړي ، اوس هم دننګرهار دميشتو قومونو مشران د وروستيو ستونزو په باب خپل پريکړه ليک دننګرهار دعزت او نوم دساتنې لپاره په ډول صادروي .

داچې دننګرهاردولسي جرګې يوشمير وکيلان په خپل سر دټولو قوانينو خلاف دننګرهار والي ته ځواب ورکړى ، دا دقانون خلاف بولو ، دا دټولو ننګرهاريانو نظر نه بلکې دهغوى شخصي نظر دى ،
دننګرهار وروستيو پيښو ته په پام ددغو وکيلانو دغسې کړنې ، دننګرهار دناامنۍ سبب ګرځي او دښمن ته دفعاليت زمينه برابروي ځکه هيله لرو چې دغسې تحرکاتوته خاتمه ورکړو .
په قانون کې دهرچا حقوق او صلاحيتونه معلوم دي ، دڅوتنو لخوا قانون په لاس کې نيول ، په هېواد کې انارشيزم ته زمينه برابروي ، ځکه مونږ غواړو چې داوس لپاره ګل اغا شيرزى دوالي په توګه کار وکړي ، ځکه دا دننګرهار په خير ګڼو .
ننګرهار دڅوتنو کور نه دى ، بلکې دميشتوقومونو ګډ کور دى او مونږ ميشت قومونه به چاته ددې اجازه ورنکړو چې دننګرهار امنيت خراب کړي .
مونږ دننګرهارميشت قومونو له مرکز نه راغلي پلاوي څخه هيله کوو ، چې دولسونو غږ واوري او په دې موضوع کې پوره دقت وکړي او ننګرهار دڅو تتو دشخصي ګټو قرباني نه شي .
مونږ ننګرهاريان پرمختګ او بازسازي غواړو ، ناامني نه غواړو ، دواليانو تغير او تبديل دجمهور رئيس کار دى ، مونږ دجمهور رئيس هرحکم ته درناوى لرو.
پاى
وسلام
دننګرهار ددوه ويشت ولسواليو ولسونه