کور / سياسي / د بنګله دېش بې ستري (يويشتمه برخه)

د بنګله دېش بې ستري (يويشتمه برخه)

ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولی
پدې کې شک نشته چې د الوتکې تښتوونکى او د تښتولو پلان هم په پاکستان کې جوړ شوى و. رښتيا خو داسې پيښه وشوه چې يوه چا نيم ساعت مخ کې له دې چې الوتکه په لاهور کې کوزه شي دا خبره په کراچۍ کې لوڅه کړه. هغه چا چې تليفون وکړ ځان يې د کشمير د ازادۍ سرتيرى معرفي کړ. پدې هکله له ډير تفصيل ورکولو څخه ډډه وشوه.
وروسته بيا نو د دې لپاره چې د کشمير مسئله د بين المللي ورځپاڼو لومړي مخونه ډک کاندي، خورا ښکلى پلان جوړ شوى و. د الوتکې تښتوونکى به د خطر او خبرو غوره مضمون وى. ايا الوتکه به وسوځي او که نه؟ له هغې وروسته به بيا د روغې او مصالحې غوښتنه وشي! الوتکه به د ملګرو ملتو سرمنشي، يوتانت، ته وسپاري پدې شرط چې د کشمير مسئله به د ملګرو ملتو د امنيت شورا په اجندا کې شامله شي.
دا پلان هم يو خوب و او د پنجابي کمپ د داخلي مخالفينو له خوا شنډ کړى شو.  هغه څوک چې مرکچي و او د الوتکې له خوا څخه پدې نوم چې د الوتکې د تښتونکو ملګرى و، راويستل شو. هغه څوک چې د الوتکې په منځ کې و، وارخطا شو اوالوتکه يې وچووله. چاودنې د پاکستان خارجه وزارت تر بنسټه پورې ولړزاوه. مګر له سياسي نظره دې پيښې يوه ګټه لرله او بله پلمه يې پنجاب ته پيدا کړه هغه دا چې شيخ مجيب د دې عمل په ډاګه غندنه وکړه. نو اوس د پنجابي دسيسه بازانو تبر لاستى پيدا کړ.د (يواځې شيخ مجيب له هند سره زړه-سوى نه لري، بلکې خورا خطرناک سړى دى) خبرو فضا ډکه کړه.
مگر غوره دا ده چې د دې لپاره چې د عوامي ليګ مشر بدنام کړي، داسې خبرو او بهانوته حاجت نه و. ځکه چې ترې ړومبى دا فيصله اوپريکړه شوې وه چې اسامبله به تر هغه پورې غونډه ونکړي تر څو يې کړنلاره د پنجابي کړۍ له هيلو او فورمول سره چې د سياسي قانون د جوړولو لپاره يې تيار کړى و برابر نه وي.
وروسته له هغه به يواځې يوه پلمه ضروري وي، هر څنګه پلمه چې وموندلى شي!!
د ١٩٧١ کال د مارچ په لومړۍ نيټه جنرال يحيى خان صاحب په ډاګه لمړى تخريبي ګام پورته کړ.