ږوب : د برېښنا پرچاو خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي
د بلوچستان ايالت ګڼ شمېر اوسیدونکي د برېښنا پرچاو پر زياتېدو اندېښنه څرګندوي ، په دې وروستیو کي د وسله والو کسانو لخوا په پرله پسې توګه پر برېښناکوټونو بريدونه او د امنيت خرابوالي له امله ولس له ستونزو سره مخامخ دي ، دا مهال په ږوب هغوی چي توان لري له جنراتورونو کار اخلي خو يو شمېر نور د څښلو اوبو غوندي د ژوند لومړنيو اسانتياو کي له ستونزو سره مخامخ دي .