کور / سياسي / پرافغانستان دمصراوعربي غورځنګونوتاثيرات!

پرافغانستان دمصراوعربي غورځنګونوتاثيرات!

ګران افغانستان که دیوې خوا دوینوپه حمام بدل سویدى اودنړۍ ټول بدمعاشانودافغان دوژولولپاره ليڅې رانغښتي دي دبلې خواديوفاسدې ادارې چې نه امنیت ټينګولاى سي نه دړندوبمباريواوځان وژونکو حملومخه نيولای سي نه اداري فسادورکولاى سي. پارلمان يې وګورئ، کابینه یې وګورئ واليان یې وګورئ دامنیتي ارګانوسست فعالیت اودعدلي ارګانولخوا دبې عدالتۍ ټول ولس ناهيلې کړیدی.
تېره هفته له ویره ډکه هفته موولیدله څنګه ګلان دافغانستان قسم خوړولودښمنانوپه یوه اوبل نامه ورژول چې داټول دافغانستان دفاسدې ادارې پرغفلت اوبې مسووليتۍ اودنړیوالې ټولنې پرخودسرۍ اودمخالفانوپربې رحمۍ دلالت کوي.
دنړيوالې ټولنې اوافغاني امنيتي ارګانواوافغان دولت ترمنځ دهماهنګۍ نه موجودیت بله سرخوږي ده،چې افغانان ځوروي په څنګ کې دمصراوټونس توندوبادونوهم دافغانانوپرقهریدلواعصابوتاثيرغورځولى دی اوتوندې سیلۍ ډیر ژردایران ، اوافغانستان پولوته هم درا رسېدوپه حال کې دي. دايوحقیقت دى چې ګران افغانستان ددې مظلوم ملت لپاره په دوزخ بدل سویدى مځکه يې داورکوره ده اسمان یې لمبه ګرځیدلى دى خوددې ټولوناخوالوسره سره پوښتنه داده چې دتاریخ په داسې حساسه اوخطرناکه مرحله کې څه کول په کاردي؟
باید موږهغه کار وکړو چې اوس ورته ضرورت دى.دنن اوسباکارونه بايد سره جلاکړو په دې کی هیڅ شک نسته چې افغانستان له دې بلانه خلاصيدل غواړي نوموږ اول باید خپل مشکلات وڅېړو. دويم خپل تاریخي مسوولیت درک کړو دریم باید داسې لاره غوره کړو چې داسې نه لکه خلقیانو، پرچمیانواودافغانستان ځينواسلامي توندلاروډلوچې دشهيد سردارداودخان دډېرولږګډوډیو دلېرې کولوپه بهانه اودپرديوپه اشاره یې افغانستان داورکورې ته وروغورځاو.
ځينې کسانوپه اوسنۍ حساسه مرحله کې یوډیراحساساتي انترنيټي جګړې ته تبليغات شروع کړي دي تریوه حده دوی حق هم لري چې باید داوسني حالت نه دوتلوپه لاره پسې وګرځي ولې زموږ ټولنیز اوامنیتي مشکلات اوعيني اوذهني شرايط هم له نظره ونه غورځول سي.


اول : زموږ ګاونډیان ډیربې زړسویه اوبې رحمه خلګ دي اودمصراوټونس دګاونډیانوسره مځکه اواسمان فرق لري. تیارپه کمین کې ناست دي ددې انتظارباسي چې یوځل بیا افغانستان دکورپه کورجګړې په اورکې وسوځوي .


دوهم : په مصر کې یوډیرپخوانی غیروابسته اسلامي نهضت چې نه په امریکا پورې تړلى وو اونه په روس پورې، نيمه پېړۍ کیږي چې ددغه غورځنګ مشران ځيني كسان دزندانودقبروخاورې خوري. هغه نهضت هم په نړۍ اوهم په مصرکې ډیرښه نوم اودمبارزې اوږده سابقه اوتجربه درلوده. البته په څنګ كې ورسره نورځوان اوديموکراتيک غورځنګونه هم ملګري ول چې خپل ظالم واکداریې رانسکورکړ.


ولې له بده مرغه کوم کسانو، کوموډلوچې په افغانستان کی داخوان المسلمين نماینده ګي کوله دهغوسرياد(سي آی اې ياد(آی اس آی) یا دسعودي يا ایران داستخباراتوترګریوان راووت اوځينې داسې وه چې سريې په امريکا اولکۍ يې په (کې جي بي) پورې تړلې وه.


داحقيقت په دوه مرحلو کې رسوا اوبربنډ سو اول کله چې روسانوپرافغانستان یرغل وکړاودوهم کله چې مجاهیدین قدرت ته ورسیدل. هغوی چې داخوان المسلمین په نامه ځان معرفي کاو دهغوی اکثرو دجهاد ، اسلام ، اوشهيدانوترنامه لاندې دامریکا له ډالرونه ځان ته جنتونه جوړکړل. هغه دبیت المال چوراوچپاول خوپریږده په کورنیوجګړوکې هغوی په اخوان القاتلين بدل سول اودهغه شعارپه عوض کې چې اسلام سرحد نه لري د کابل کارته سه اوکارته چهار ترمنځ يې سرحدونه وتړل. همدا اوس اکثره له هغوی نه چې داخوان المسلین له نامه يې استفاده کوله په کابل کې د نړيوالو د استخباراتي مرستوپه مټ د دولت اومافیا په سرکې ناست دي داپه دې معنی چې موږ دمصراخوان المسلمین غوندې يورښتنی اسلامي نهصت نه لرو.
دجهادپه دوران کې ما دتهران په استقلال هوټل کې دهغه دچا له ورورنه چې دمصر پخوانی واکمن انورسعادات يې ترورکړی وو پوښتنه وکړه چې په افغانستان کې خوڅوګونده ځآنونه ستاسې پيروان بولي ستاسې په نظرکوم يوستاسې له نظرياتونه متاثردی ؟
هغه راته په زغرده وویل چې هغوی د امریکا اوپاکستان خلګ دي یوازې زموږ له نامه نه استفاده کوي حتی موږ یې بدنام کړي يو!
دریم : دکابل فاسدې ادارې دلسوکالوپه جریان کې دهرډول ملي اواسلامي غورځنګونودجوړېدومخه نيولې ده ټوله تکيه يې پرهغه زړوقاتلانواوداړه مارانوده کوم نسبي پخوانی جوړښتونه موجودوه حتی هغه يې هم دړوړې اوپرڅوبرخووویشل.
څلورم : دلته ترپنځوسوهیوادو زیات استخبارات فعال دي اوداټول دخپلوګټولپاره منظم کارکوي خصوصا بې رحمه ګاونډیان. اوترڅلویښتوزیاتوهیوادولښکرې په فزیکي ډول پرتې دي اوداسې ګوما ن کيږي چې دافغانستان په نا اراميوکې په شکل داشکالودوی هم لاس لري، چې ښکاره بیلګه يې پرافغانانو باندې دمافیا اويوې فاسدې ادارې تپل اودهغې پا لل دي.
پنځم :زموږ ملت پرټولو پخوانيو سياسي کړیو بې باوره سويدى په سل هاو واره ورباندې سوداګري سوېده.
شپږم : دګاونډیوهیوادوپه لاس جوړسووتش په نامه مشرانواورهبرانودلته دپردودګټولپاره دومره دقومي اومذهبي تعصب کرنه کړېده چې دیوڅه وخت لپاره ډیرشدید کارته ضرورت لري. ترڅودیوه واحد سنګرنه دستونزوحل ته لاره هواره سي.
اووم : زموږ ملي اردو اوملي پولیس تراوسه لايوې ملي مرحلې ته نه دي ننوتلي تراوسه لادمافیا اوهغه زړو جګړه مارانواوداړه مارانوترتاثيرلاندې دي.
نهم : زموږ جيوپلتیک موقعیت دنوروهېوادوسره په هرلحاظ فرق لري چې همېشه یې موږ په جګړوکې ساتلي یو،ددې ټولوستونزوسره سره څه بايد وسي ؟؟؟؟؟؟
ايا په دغې سراسري ګډوډۍ اومشکلاتوکې دملي قیام لاره غوره اوکه ديوسم پلان اومعقول پروګرام له لارې ددې بلاربوبلاګانونه ملت وژغورل سي؟
زما په خیال كه لاندې دندې یوپه بل پسې عملا شروع سي ټول لیکوالان ، پوهان ، ولسي مشران ، ځوانان ، شوراګانې ، اتحادیې ځوان سیاسی جوړښتونه چې پرافغانستان يې زړه سوځي نراوښځې که دهېواد په دننه اودباندې دي باید په لاندې کارو فکروکړي:
الف : ديوه رښتيني ملي اواسلامي خط ایجادول
ب : ددې ملي خط پرليکه باندې دیوه رښتيني ملي اسلامي او ډيموكرات نهضت په وجودراوړل
ج: ديوې داسې رهبرۍ په وجودراوړل چې په تېرومرداریوککړنه وي
د دنړیوالې ټولنې سره سپینه اورډه خبره وسي چې دوى له دې مظلوم ملت نه څه غواړي چې دیوې خوايې دمافیاپه منګولوکې ورکړیدى اوله بلې خوا یې مځکه اواسمان ورته سور تنورجوړکړیدی.
چې البته ددې کارو له كولو وروسته باید دملي پاڅون لاره طرحه سي . اوکه په ډیراحساساتی ډول په دې سراسري ګډوډۍ كې څوک ورګډ سي زماپه خیال خپل بې چاره ملت به نورهم خواروزار كړي، اودګاوڼدیانواوبوخړولوته او دنړیوالواوږدمهالي شتون ته به په لوی لاس بهانه په لاس وركړي!