يو پخوانى جنرال عصمت الله ميرکى په زندان کې ومړ

34 | فبروري 27th, 2011


د کورنيو چارو وزارت يو پخوانۍ چارواکى او د کندهار پخوانى امنيه قوماندان جنرال عصمت الله ميرکى د کابل په پلچرخي زندان کې ومړ. ارواښاد جنرال ميرکى څو مياشتې وړاندې هغه وخت ونيول شو، چې دده له زوى سره د يو چا حقوقي دعوه راغله. کله چې د نوموړي زوى افغانستان ته راغى هغه هم ونيول شو، خو دده د زوى له نيول کېدو وروسته هم نوموړى په توقيف کې وساتل شو، چې بلاخره د محکمې په حکم پلچرخي زندان ته ولېږل شو. د ميرکى زوى ميوند چې دا مهال د پلچرخي په زندان کې دى وايي چې پلار يې په زندان کې په ډېر بد حالت کې سا ورکړې ده. نوموړى وايي چې د څو زورواکو سره د حقوقي دعوا او په څارنوالۍ کې د پراخ فساد له مخې دى او پلار يې د پلچرخي زندان ته لېږل شوي وو، چې پلار يې هلته ومړ، خو دى لا هم په زندان کې شپې او ورځې تېروې. چارواکو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024