د پامير الوتکې تور بکس له منځه تللى دى

34 | فبروري 27th, 2011


دپاميردهوايي شرکت دالوتکي توربکس چې نهه مياشتې مخکې راغورځېدلې وه له منځه تللى دى.
دټرانسپورټ اوهوايي چلندسرپرست وزيرددې خبرې په کولو سره وايي چې په دې بکس کې هېڅ داسې نه دي موندل شوي چې دالوتکې دراپرځېدو اصلي لامل څرګندکړي.
بلخواپه دې پېښه کې ديوشمېر مړو شوکسانوکورنۍ په دې اړه دمعلوماتوغوښتنه کوي.
خو دټرانسپورټ او هوايي چلندوزارت سرپرست وايي هغه څېړنې چې دپاميرالوتکې دتوربکس،دپرواز دمعلوماتودثبتولودالې او پرځمکې دلګېدو دخبرداري دسيستم په اړه شوي ددې ښودنه کوي چې په دغو وسايلو کې ټول معلومات دتخنيکي ستونزو له امله له منځه تللي اوپه هغه کې دنوموړي الوتکې دغورځېدو په اړه هېڅ معلومات نه دي پاتې شوي.
نوموړى زياتوي ددې الوتکې دثبتولواسنادچې دبلغاريي هيواددې جعلي دي اوله همدې امله به ددغې شرکت دفعاليت جواز لغوه شي.
ديادونې وړده چې دپاميرهوايي شرکت دغه الوتکه دروان کال دغويي مياشتې په اوه ويشتمه نېټه دغوربندله غورونوسره له جنګېدو وروسته ولويده چې په پايله کې يي په نوموړي الوتکه کې درې څلوېښت ناست کسان ووژل شو.

Copyright Larawbar 2007-2024