ترکمنستان: افغانستان ته په برېښنا کې زياتوالى راولي

34 | فبروري 27th, 2011


له ترکمنستان څخه افغانستان ته دبريښناپه واريداتوکې ترراتلونکي دوو کلونوپورې پنځه برابروالى زياتوالى راځي.
دبريښناکمپنۍ وايي ترکمنستان ليوالتيالري څو افغانستان ته درې سوه ميګاواټه بريښنا صادره کړي او دهغې مناسبې بېعې ته په کتوسره دغه شرکت يوپورګرام په پام کې لري چې له مخې به يي دترکمنستان دبريښنادټرانزيټ له پروژې څخه پاکستان هم ګټه پورته کړي.
له نوموړي هيوادڅخه اوس مهال قابو اوياميګاواټه بريښناهرات او فارياب ولايتونوته راځي دبريښناشرکت وايي چې دترکمنستان د واريداتي بريښنابيع دوه افغانۍ ده او دافغانستان دتوليدې بريښناپه پرتله ارزانه تمامېږي .
ددغه شرکت چارواکي وايي چې له ترکمنستان څخه افغانستان اوپاکستان ته دپنځه سوه کيلوولټه بريښنالېږد لپاره دزرو کيلوولټوپه وړتياددوو مزو په غځولو سره افغانستان د بريښنادټرانزيټ دعوايدوسربيره کولى شي له ترکمنستان څخه درې سوه ميګاواټه ارزانه بريښناترلاسه کړي.
دبريښناکمپنۍ ويلي ترکمنستان څخه پاکستان ته دبريښناټرانزيټ دواړو هيوادونولپاره ګټوردى او دترکمنستان چارواکي هڅه کوي ډيرژردغه پروژه پلي کړي او ددې پرژې په پلي کېدوسره افغانستان هم له هغه څخه ډيره ګټه ترلاسه کولى شي.

Copyright Larawbar 2007-2024