يمن: د مظاهره چيانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي

34 | فبروري 27th, 2011


په يمن کې دامنيتي ځواکونواو لاريونکونکو ترمنځ په تازه نښتوکې پنځه تنه وژل شوي.
دغه کسان هغه مهال ووژل شوکله چې په سلګونه تنه لاريونکونکي صنعاښارکې په راټولېدو سره ديمن دولسمشرعلي عبدالله صالح دژرترژره دګوښه کېدو غوښتونکي شول دامنيتي ځواکونواو لاريونکونکوترمنځ نښتې پيل شوې.
په يمن کې ددولت ضدلاريونونه دروان ميلادي کال دفيبرورۍ مياشتې په څلورمه نېټه پيل شوي او تراوسه پورې ددغه لاريونونوپه لړکې څلرويشت تنه وژل شوي دي.
بلخواپه ټونس کې هم دلاريونکونکواوامنيتي ځواکونوترمنځ په نښته کې درې تنه وژل شوي او په لسګونه نورژوبل شوي دي.
وروسته له هغې چې لاريونکونکودټونس دکورنيوچارو وزارت د ودانۍ په وړاندې په راټولېدو سره ددغه هيواد دلومړي وزيردګوښه کېدوغوښتنه وکړه امنيتي ځواکونوداوښکو بهونکوګازو څخه کارواخېست له چې امله يي نښته رامنځته شوه.
دروان ميلادي کال دجنورۍ مياشتې په څوارلسمه نېټه دراخولاريونوله پايله کې دټونس ولسمشردسعودي عربستان ته په تېښته بريالى شو.

Copyright Larawbar 2007-2024