کور / تازه خبرونه / د سباوون راډيو ادارې په هلمند کي يوه ليليه جوړه کړه

د سباوون راډيو ادارې په هلمند کي يوه ليليه جوړه کړه

خبر: ۲۰۰۸مارچ ۴



د لومړي ځل لپاره په هلمند كي يوې سيمه ايزي سباوون راډيو په لښكرګاه كي د هغو كوچنيانو چي مور او پلار نه لري يوه ليليه جوړه كړه .


په دغي ليلې تر څلوېښتو تنو پوري هغه هلوكان چي مور او پلار نه لري  زده كړي كوي او د ژوند كولو امكانات ورته برابر سوه .


د سه شنبې په ورځ  د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه كي يوې سيمه ايزي راډيو سباوون  د هغو نژدو څلوېښتو هلوكانو لپاره چي ميندي او پلرونه يې د هيواد په روانو جګړو او تاوتريخوالى كي له لاسه وركړي دي يوه ليليه جوړه كړه .


په نوموړي ليلې كي شا وخوا څلوېښت  كوچنيان زده كړي كوي او د ژوند كولو امكانات ورته برابر سوه .


په هغو مراسمو كي چي  د ليلې د مراسمو په موخه جوړ سوي وه ددغه ولايت ځينو دولتي چارواكو او د ولايتي شورا غړو هم برخه درلوده او دايې د بشر دوستۍ يو نيك اوستر احساس وباله .


د سباوون راډيو مسؤل مير ويس پاڅون وويل چي داكار يې د خپلي راډيو د اعلاناتو په پيسو تر سره كړ هغه وويل چي د هيواد ټول ملي سوداګران او سرمايه داران بايد د بې وزلو او بې سرپرسته خلكو سره خپل تر  وسه وسه مرسته وكړي .


سباوون راډيو په هلمند كي تر ټولو ازاددو رسنيو مخكي خپروني پيل كړي او دا مهال  د ځينو شميرو له مخي اوه سوه زره اورېدونكو ته بيلا بيلي ، ادبي ، رغتيايې او نوري  ټولنيزي  خپروني وړاندي كوي .