په کندهار کي دوې بمي چاودني وسوې

د لراوبر اداره | فبروري 27th, 2011


د کندهار د ارغنداب په سيمه کي د يوې سيمه ايزي مېلې پر مهال چاودنه رامنځته سوې او تر شلو کسانو زيات يې مړه او ټپيان کړي دي ، په لومړنيو ترلاسه سوو مالوماتو کي ويل کيږي چي اته کسه مېله چیان وژل سوي او تر لسو زیات ټپيان دي ، د ميرويس روغتون يوه ډاکټر لراوبر ته وويل چی څلور تنه زخمي سوي پوليس هم روغتون ته ور وړل سوي دي . دا پېښه د سپي جنګولو په يوه مېله کي رامنځته سوه .

دوهمه چاودنه نن ماپښين د ميرويس مېنې پر سړک د بهرني پوځيانو پر کاروان رامنځته سوه ، تر پېښي وروسته سيمه د ترافيکو پر مخ وتړل سوه له دې امله تر اوسه د پېښي دقيق مالومات نه دي ترلاسه سوي .

 

Copyright Larawbar 2007-2024