کور / هستوي فزيک / څیړنه: د ګرځنده ټلیفون کارول په عصابو اغیزه کوﺉ

څیړنه: د ګرځنده ټلیفون کارول په عصابو اغیزه کوﺉ

د امریکا طبي ملي ادارې په ژورنال کې د یوې خپرې شوي څیړني پایلې ښيي چې د ګرځنده ټلیفون یا موبایل څخه وتونکي الکترومقناطیسي وړانګې د عصابو فعالیت اغیزمن کوﺉ ، خو دا نده جوته چې دا اغیزه عصابو ته زیان رسونکي ده او کنه ؟ ډاکټرې نورا ولکوو چې په دې څیړنه کي یې برخه اخستي وایي چې: “هغه څه چې مونږ وښودل د هغو وګړو په عصابو کې د ګلوکوز ګډوډیدل دي چې د موبایل آنتنونو ته څیرمه ژوند کوي او موبایل یې د ۵۰ دقیقو لپاره په خپل غوږ پورې نښتی نیولی وي”.
دغې څیړني د موبایلونو د کاروني په ترڅ کې د عصابو سرطان ناروغۍ احتمالي مینځ ته راتګ په هکله څه نه دي ویلي او یواځي د دې لپاره ځانګړي شوي وه چې آیا د انسان عصاب د موبایل څخه وتونکو وړانګو سره اغیزمن کیږﺉ او کنه ؟ د دې څیړني غړې ډاکټره نورا خپله هم د موبایل غوږکۍ (Ear Phone) کاروي چې د یادې شوي اغیزې په کمښت کې مرسته کوي.
د یادوني وړ ده چې د ګرځنډه ټلیفون ټکنالوژي چې د ۱۹۸۰ زیږدیزه لسیزه په نیمایي کې بازار ته وړاندي شويده تر اوسه پورې ۵ ملیارده کارونکي لري.