کور / تازه خبرونه / دولسمشر ویاند: دحامد نوازخان خبرې ردوم.

دولسمشر ویاند: دحامد نوازخان خبرې ردوم.

دولسمشر حامد کرزي ویاند همایون حمید زاده نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دی په دی وروستیو کې دپاکستان دسرپرست کورنیو چارو وزیر حامد نواز خان هغه څرګندونې غندي چې نوموړي له العربیه تلویزیون سره کړې وی.
ویاند همایون وویل چې پاکستان پخپله دتروریزم مور وه ولې اوس همدا ځوی خپل ځان بلا ګرځېدلې، حمیدزاده دا ډول وویل چې افغانستان هیڅکله هم له ترورستي کړنو پلوي نه کوي څه پاتې شو چې ترسره یې کړي.
حامد نواز خان په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې افغانستان، دامریکا متحده ایالات او هندوستان په لوی لاس په قبایلي سیمو کې دپاکستان دحکومت په وړاندې خوځښتونو ته لاس اچوي.
د نوموړي دا خبرې تیره ورځ دملي امنیت دریس امر الله صالح له لوري هم ردې شوې وی، هغه ویلي وو چې پاکستان په خپله ورسره دتروریزم په وړاندې په جګړه کې لټي کوي.