کور / تازه خبرونه / جنوبي کوريا او متحده ايالتونو کالني پوځي تمرينونه پيل کړل

جنوبي کوريا او متحده ايالتونو کالني پوځي تمرينونه پيل کړل

شمالي کوريا خبردارى ورکړى، چې دا مشقونه به د کوريا په ټاپو وزمه کې د اټومي جګړې سبب شي.
په دې مانورې کې يولکو اته زره امريکايي او ۲۰ زره کوريايي عسکر او احتياطي سرتېري برخه اخلي او د هغې هدف د جنوبي کوريا دفاع او هرراز حملې ته ځواب بلل شوي دي.
د دغو تمرينونو لويه برخه به يوولس ورځې دوام وکړي او بله برخه يې، چې په ساحه کې ترسره کېږي، د اپريل ترپايه دوام کوي.