لويي څارنوالۍ د کابل بانک حمله کوونکي ته د سزا غوښتنه وکړه
لويه څارنوالي په جلال ابادښارکې دکابل بانک په يوې څانګې دنيول شوي بريدکونکي لپاره دترټولې سختې سزاغوښتنه کړي ده.
لويه څارنوالي وايي چې ددغه کس پردوسيي په جدي ډول کار دوام لري.او په نږدې راتلونکي کې به سترې محکمې ته واستول شي.
دنوموړې ادارې وياندوايي چې دغه کس به په ښکاره ډول محاکمه شي مخکې له دې ولسمشرحامدکرزي هم دنوموړي تنه لپاره دترټولې سختې سزاغوښتنه کړې وه.
نوموړى زياتوي چې که څه هم ددې بريدکونکي جرم روښانه دى خو داڅېړنې دنوموړي دنوروملګرو دپېژندلو لپاره کېږي.
دغه بريدکونکى په جلال ابادکې دډليزبريد او په ملکي کسانود ډزو وروسته دننګرهار دامنيتي پوليسولخواونيول شو.
ديادونې وړده چې دغه بريدکې تېره اونۍ په جلال ابادښارکې دکابل بانک پريوې څانګې وشوپه پايله کې يي يوسل شلو تنوته مرګ ژوبله واوښته.