هلمند: سوداګر له دولتي او خصوصي بانکونو سرټکوي

34 | مارچ 1st, 2011


په هلمندولايت کې يوشمېرسوداګرله دولتي او خصوصي بانکونوڅخه سرټکوي او وايي چې دافغانستان بانک دامرله مخې خپلې ټولې راکړې ورکړې په افغانيوکوي،خو دولتي او خصوصي بانکونه ورڅخه وړې پېسې نه اخلي.
په ورته وخت کې يوشمېرکروندګروايي چې سوداګريزتوکي يي په پاکستانيوکلداروپيري.
دغه سوداګراو هټيوال وايي چې له هغه وخته چې دافغانستان بانک اعلان کړى دچې ټولې راکړې اوورکړې دي په افغانيوکوي دوي يي دا امرپرځاى کړى دى او هغه پېسې چې دوي په معاملوکې ترلاسه کړي دي دولتي او خصوصي بانکونه يي ورڅخه نه اخلي او يايي په ټېټه بيعه غواړي،چې دچارې دوي ته يولړستونزې راولاړې کړي دي.
خو دافغانستان بانک چارواکي بيادغه خبرې په کلکه ردکړي.اووايي چې دوي دغه پېسې تحويله وي او بيايي صرافانوته په بدل کې نوې پېسې ورکول کېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024