کور / سپورټي / په ولایتي سیالی کې پکتیکا غور ته او پروان هرات ته ماتې ورکړه

په ولایتي سیالی کې پکتیکا غور ته او پروان هرات ته ماتې ورکړه

د افغانستان ولایتي کرکټ سیالی په دروان کې نن د مارکو او د بهسودو په لوبغالو کې لوبې وشوې، په مارکو کې د پروان او هرات ولایت د کرکټ لوبډلو ترمینځ او د بهسودو ولسوالی په لوبغالي کې د پکتیکا او غور ولایت د کرکټ لوبډلو ترمینځ لوبه وشوه.

په مارکو لوبغالي کې چې د هرات او پروان ولایت ترمینځ پچه (ټاس) واچول شوه،نو د هرات ولایت لوبډلې وګاټه او خپله یې توپوهنه یا بیټینګ پیل کړ، دوې په ۳۷ اورونو کې د ټولو لوبِغاړو په سوځیدو سره ۱۱۴ منډې جوړې کړې او مخالفې لوبډلې پروان ته یې ۱۱۵ منډې هدف وټاکه.

وروپسې د ډوډی او د لمانځه ادا کولو لپاره وقفه وشوه، له لمانځه او ډوډی وروستو کله چې د پروان ولایت لوبډلې لوبه پیل کړه نو د ۵ لوبغاړو په سوزیدو سره یې ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوه او لوبه یې له هرات ولایت نه وګټله. ددغې لوبې غوره لوبغاړی زاهد شو، نومړي د هرات ولایت ۳ لوبغاړي وسوځول او هم یې ښه بیټینک وکی. دپروان لوبډلې بل لوبغاړي لعل خان بیا ښه فیلډینګ او ښه توپوهنه وکړه، نومړي ۵۷ منډې جوړې کړې.

اخوا د بهسودو په لوبغالي کې د پکتیکا او غور ولایت ترمینځ لوبه وشوه، په دوی کې پچه پکتیکا وګټله او لومړی بیټینګ یې په خپله وکړ، د لوبه چې ۲۲ اوریزه وه، دوی په ټولو ۲۲ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۱۹ منډې ټارګیټ یا هدف د غور ولایت لوبډلې ته وټاکه، خو کله چې د غور ولایت لوبه پیل کړه، دوې ټول په ۱۱۵ منډو وسوځیدل او لوبه په ۱۰۴ منډو باندې د پکتیکا ولایت لوبډلې وګټله.

دا سیالی چې د ننګرهار ولایت په مرکز مارکو لوبغالي او د بهسودو ولسوالی په لوبغالی کې روانې دي د افغانستان دکرکټ د ولایتي غوراوی سیالی نو م ورکړل شوی دی.پدې سیالیو کې د بیلا بیلو ولایتونو شل لوبډلې ګډون لري.