رباني: مه پریږدﺉ چې فېسبوکیان مو رهبران شي
د افغانستان پخواني ولسمشر او د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین ربانی نن په کابل کې د افغانستان له ګوټ ګوټ خڅه راټول شویو دیني عالمانو ته په وینا کې وویل چې:” که چیرې دیني عالمان په ټولنه کې رهبري کونکی رول ونه لوبوی نو د افغانستان د حالاتو کنټرول به د فیسبوکي ځوانانو لاس ته ولویږي”. داسی بریښي چې په تونس ، مصر، لیبیا، بحرین، ایران، یمن، الجزایر او ځینو نورو عرب میشته هیوادونو کې د خلکو په ځانګړي توګه د ځوانانو پاڅون چې د ټولنیزي ویبپاڼې فیسبوک په مټ تنظیم شوی وه افغان چاروکي هم را ویښ کړي دي. رباني په پایله کې په علماوو ټینګار وکړ چې د حکومت او طالبانو تر مینځ د سولې په پروسه کې لا ډیر او رغنده ونډه واخلي.