په کابل کې د انقرې او په انقره کې د کابل واټ
د افغانستان دولتی خبری آژانس د خبر له مخې د افغانستان او ترکیې د دوستۍ د ۹۰ یمې کلیزې په ویاړ د کابل ښاروالۍ د شهرنو د زنبق له څلور لارې څخه د حنظله جومات تر څلو لارې پورې واټ د انقرې واټ په نامه نومولی دی. په ورته اقدام کې ټاکل شوې ده چې په انقره کې هم یو واټ د کابل په نامه ونومول شي.
دیادوني وړ ده چې په کابل کې د انقرې واټ له دې مخکې د بادغیسي په نامه یادیده.