کور / سياسي / د پښتنو سياسي ماتې

د پښتنو سياسي ماتې

د لوى احمد شاه بابا تر راتګ دمخه د اوسني افغانستان په نوم کوم خپلواک هېواد نه وو او په هرځاى کې خپلواک سيمه ييز حکومتونه موجود وو. د لوى احمدشاه بابا په لاس د نوي افغانستان په منځته راتګ سره ، افغانستان په سيمه ييزه کچه د يوه پياوړي ځواک په توګه راڅرګند شو ، البته موږ تر احمدشاه بابا دمخه د ملي مشر حاجي ميرويس خان نيکه په مټ د هوتکيانو په نوم يوه با عظمته امپراتوري هم لرله ، خو ډېر وخت يې دوام ونه کړ او ژر ړنګه شوه ، تر دې وروسته بيا د اعلحضرت احمدشاه بابا په لاس له سره نوې امپراتوري ورغول شوه، ځوان احمدشاه بابا په ډېره لږه موده کې د خپل مدبرانه سياست له مخې ټول خواره واره قومونه د ملي يووالي تربيرغ لاندې راټول کړل ، تر ټولو يې لومړى د هېواد ملي هويت ، سياسي خپلواکي اوسياسي جغرافيه ورغوله. تر احمد شاه بابا را وروسته د شاه زمان تر واکمنۍ پورې ، افغانستان په هر لحاظ يوه پياوړى هېواد ګڼل کېده ، د شاه زمان د واکمنۍ پرمهال د ګاونډي هېوادونو په شيطانت او رزالت افغانستان د کورنيو جګړو په ډګر واوښت چې بالاخره دا ورانوونکې کورنۍ جګړې ، د شاه زمان په مړينه او له واک څخه په څنګته کېدو تمامې شوې .


په دې به سترګې نه پټوو چې پښتنو د افغانستان سياسي او حماسي تاريخ جوړ کړى او تل يې د خپلو وينو په بيه د هېواد له ملي او اسلامي ارزښتونو او سياسي خپلواکۍ څخه د وخت يرغلګرو پر وړاندې په کلکه او مېړانه دفاع کړې ده .


لکه څنګه چې پښتون ټبر ددې هېواد مؤسسين شمېرل کيږي ، نو واک هم له پيله تر اوسه په دوديز ډول له دوى سره پاتې شوى او پاتې نورو لږکيو خپل پښتون مشر ته په خورا درناوۍ په سياسي او اداري چارو کې دويم رول منلى .
په افغانستان کې د واک انډول هغه مهال خراب شو ، چې کله بهرني ښکېلاګرو په افغانستان کې د پښتنو له لوري شرمونکې پوځي ماتې وخوړلې ، په افغانستان کې يرغلګر په پوځي ډګر کې تل مات ، خو په سياسي ډګر کې ځکه بريالي وتلي چې په هېواد کې يې قومي او ژبني تعصبونو ته په ډېر مهارت لمنې وهلې ، د شاه امان الله خان له خوا د انګليس ښکېلاک تر راڅملولو وروسته ، انګريزانو په خورا مهارت د بچه سقاو په نوم يو تن تاجک د اماني دولت پرضد راپاڅوه ، تردې وروسته د روسي ښکېلاک پرمهال روسانو په افغانستان کې يو شمېر قومي لږکي له پښتنو څخه د خپلې ازادۍ او حق غوښتنې په پلمه د پښتنو پرضد ولمسول او په بېلابېلو نومونو يې سياسي ډلې ټپلې جوړې کړې ، ستم ، پرچم ، شعله جاويد هغه سياسي ګوندونه وو چې په اصل کې يې د کمونيزم ، لېنيزم آيډيالوژۍ پرمخ بيولې ، خو په ښکاره ډول يې د روسانو په اشاره له پښتنو څخه د خپلو حقونو او د پښتنو ددوه سوه کلنۍ واکمنۍ په راپرځولو پسې پښې رالوڅې کړې وې ، د افغان جهاد په موده کې چې اتيا سلنه ونډه د پښتنو وه ، د وخت زبرځواک روس، د افغان مېړني او مجاهد ولس له لوري له فاحشې ماتې سره مخ شو، روسانو د پښتنو پروړاندې خپل غچ له سياسي لارې جبران کړ او د ډاکټر نجيب الله د واک تر نسکورېدو وروسته واک لږکيو ته په لاس ورغى ، اوس هم د امريکې په راتګ سره په منظم او سيستماتيک ډول پښتانه په بېلابېلو نومونو وژل کيږي ، له سياسي ، اقتصادي او ټولنيز پلوه له واک څخه څنډې ته کيږي ، د ولسي جرګې ټاکنې د نړيوالو لخوا هغه منظم پلان وو چې له مخه يې پښتانه اکثريت په پارلمان کې په اقليت واړول ، نړيوالو او ځينو کورنيو عناصرو د پښتنو ستراتيژيکې وژنې نقشې لا دمخه طرحه کړي دي ، چې پيلامه يې د ولسي جرګې ټاکنې ، د بې ګناه ولسي وګړو ډله ييزې وژنې او نورې ناخوالې دي .


د ولسي جرګې د مشر ټاکنې پرسر له اوږدې مودې ناندريو وروسته اخر يو ازبک توکمه شخص د جرګې د مشر په توګه وټاکل شو ، د جرګې د مشر په ټاکنه کې بهرني عواملو خورا فعاله ونډه لرله ، پاکستان ايران او غربي ټلوالې نه غوښتل چې پښتون دې د جرګې مشر وټاکل شي ، د ځينو سرچينو د مالوماتو پربنسټ د شمال ټلوالې مهممو مشرانو د يونس قانوني په ټاکنې ټينګار کاوه او د همدې موضوع په تړاو يې شاوخوا پنځه ميلونه ډالره ځانګړې کړي وو ، ايران هزاره مشرانو ته سپارښتنه کوله چې د قانوني په ګټه خپله رايه وکاروي ، دار راز پاکستان هم نه غوښتل چې پښتون توکمى د ولسي جرګې مشر وټاکل شي ، دا چې رياست نه د پښتون شو او نه د تاجيک او هزاره ، نو ترمنځ يې پرېکړه وشوه چې رياست يوه ازبک توکمه شخص ته وسپاري ، چې دا د پښتنو په تاريخ کې ددوى يوه ستره سياسي ماته په ګوته کوي .


ازبک ته ددې کليدي ارګان د مشرۍ سپارل په اوسني حکومت کې د پښتنو محروميت څرګندوي ، مقننه ارګان د لږکيو لپاره نور ميراثي شو ، ځکه لومړى ځل پرې تاجيک واکمن ، دوهم ځل ازبک او درېيم ځل به هزاره د ولسي جرګې رياست ته د مدعي په توګه سر راپورته کوي .


د ولسي جرګې د مشر تر ټاکل کېدو وروسته په ځينو ورځپاڼو کې ډېرې پارونکې ليکنې خپرې شوې ، ما د ملي ارمان او ماندګار په نوم دوه ملي ضد ورځپاڼې ولوستلې چې مستقماً يې پښتنو ته پېغور ورکړى وو ، په ورځپاڼو کې ليکل شوي وو چې (نور په افغانستان کې هېڅوک نه شي کولى چې د اکثريت دعوه وکړي ، ځکه د يوه ازبک توکمه مشر ټاکلو دا وښوده چې هېڅوک تر چا کم نه دي ) .


پښتنو چې په تېرځل پارلمان کې يې شاوخوا يوسلو پنځه ويشت استازي لرل ، سږکال يې د څوکيو شمېر شپږ نوي ته رسيږي ، يو ډېر ستر توپير ! ملامعنوي او دده ملګرو د ولسي جرګې په ټاکنو کې په ډېرې ځيرکۍ او مهارت سره د پښتنو يو پر درېيمه برخه څوکۍ خپلو پلويانو ته پرېښودې ، معنوي د ناامنۍ په پلمه په پښتون مېشتو سيمو کې شاوخوا څلورسوه د رايي اچونې مرکزونه وتړل ، په شمالي ولايتونو کې د پښتنو په سيمو کې په مصنوعي او سيستماتيک ډول امنيت خراب شو او له رايي اچونې محرو پاتې شول .


اوس له دې ټولو بدبختيو سره سره پښتنو ته څه کول پکار دي ؟
حل لاره : پښتانه اوس مهال د يوه عظيم توپان په ګردآب کې بند پاتې دي ، هم په فزيکي او هم په معنوي ډول وژل کيږي ، راځئ چې ددې ټولو ناخوالو څخه د خلاصون په موخه يو سياسي حرکت پيل کړو ، خپل افکار اصلاح کړو ، سياسي او علمي شعور خپل کړو ، د پرديو له اسارت څخه ځان راخلاص کړو ، قبيلوي ، سيمه ييز او مذهبي تعصبونه شاته پرې ږدو او قوميت خپل کړو ، يو بل ته تن ورکړو ، شخصي ګټې پرې ږدو او ملي ګټو ته پام وکړو او بالاخره د يوه وېښتابه عصر په لوري مخه کړو چې ټول پښتانه په يوه واحد مرکزيت سره راټول کړي ، لرې به نه وي چې خپل پخوانى شان او شوکت بېرته راژوندى کړو .

تبصره نسته

  1. سلام بشتانه بي اتفاقه دي او د امريكا هم دا بروگرام دي.دا نني مشران هر چه مني.

  2. يوازي چارواکي ګناکار نه دي ، بلکي هغه ځانونو ته چي د يوه کلي ، ولسوالی يا سيمي مشران وايي هم لاس تر زني ناست دي ، يا هغوی هم د افغان په غميزه کي شريک دي او خپلي شخصي ګټي لري .

  3. دا مقاله که هر چا لیکلی وی نو د ستاینی وړ دی او دا ټول یی حقیقت لیکلی خدای د راته ژوندی لره. خدای دی وکړی چی مو‌ږ ټول په یو اتفاق شو.

  4. د پښتنو د شاته تللو ډیر لاملونه دي، څو دانې یی په لاندی ډول دي:
    ۱ پښتانه یو داسی مشر نه لری چی ټول پښتانه ورسره هم غږي وي.
    ۲ د پښتنو اقتصادی بڼه ډیره کمزوری ده.
    ۳ پښتانه ویده دي یعنی د زده کړې په برخه کی هیڅ توجه نشته.
    ۴ زموږ پوه خلک ټول بهر ته کډه کوي.
    ۵ د پښتنو غږ څوک نه اوري.
    ۶ د پښتنو ډیر صبر او حوصله هم یو لامل دی.
    ۷ د پښتنو تیتیدل په مختلفه ګروپونو.
    ۸ دپښتنو خوشبینی د خاینانو په اړه او داسی نور.
    که غواړو چی خپل واک د لاسه دتلو مخه ونیسو یوه مشر ته اړتیا لرو چی ټول ورسره هم غږي اوسو، خپلو بیوزلو سره مرسته وکړو، خپل ولس را ویښ کړو او د تعلیم په برخه کی یی وهڅوو او ټول باید دخپل ژبی احترام او ورباندی وویاړو او افتخار پری وکړو.

  5. زه د دې ټولو ناخوالو مسؤول په ولسمشرۍ څوکۍ باندې د کرزي سبموليک شتون بولم. دغه بې ارادې مشر د پښتو په نامه له پښتنو سره دښمني کوي. خو نور لږکي له دغه تش په نامه مشر څخه دومره ګټه اخلي چې که چېرې مزاري او مسعود هم ولسمشران وای، دومره څه به يې نه وو کړي

  6. درنو ورونو پشتنو هميش خپل وخت په بي ضروري شيانو تير كري او بيا ملامتي په بل چا اچوي مونر بايد په تيرو نازيدو باندي زانونه ونغلو چي نيكه لس گزه توپ وخلي و او زه يوگز هم نشم. هزارو او نورو قومونه علم اومنطق ته مخه كري او هر شي شه پلان كوي ولي پشتانه اوس هم 300 كاله پخواني فكر لري په جرگو يي گتي راشي خپل كورنه مه ورانوي مكتب مه سوزوي تعليم يافته مه وزني هغوي احترام وكري چي تاسي هم دسياست په دگر كي ورونكي شي.

  7. زه پوه نشم چی دا یو قیصه وو که خوب، زکه چی هر علمی مطلب باید موثق منبع ولری، هر چاه نشی کولی چه پخپل سر خپل نظر ولکی او بل باندی د تاریخ موثق مطلب به توگه وقبولوی، خدای وکی چی داسی ناصحیح مطلبان بیا نشر نشی

  8. Salamuna aw Ihteramat watolu watanwalu pa khasa tooga Pashtanoo ta wrandee kawam. za pa khpal war sara dh shaghaly Mohammad nazeem samun sa kha dera Manana kawam .aw zma pa nazar muzh Pashtana dh daghsu lekwalanu aw seasalt pohanu ta zarureat dee .zmzh pohanu khagu ta pakar dh che khpal kalam nor ter balasht landy na zhdee aw khpal kalam dh pashtnoo dh para wachalawee aw daghasi nori lekanay wakry laka sanga che shaghali samon saheb khpala kalam chalawaly dee. wassalam M Taher Germany

  9. MY OPINION IS PASHTOON RULE SHOULD BE AS THE ARMY'S.BECAUSE THEYARE GOOD FIGHTERS.OTHER MINORITIES RULE SHOULD BE AS POLITICIAN BECAUSE THEYARE GOOD IN POLITICIAN. SO THAN WE CAN HAVE ONE UNITED AFGHANISTAN. WASALAM

  10. دی محترم (سمون) صاحب نه دیره مننه چی یوی دیری مهمی موضوع ته یی اشاره کری ده خو له بده مرغه ووایم چی زمونژمشرانونه اوس خبره خلاصه ده که په جرگه کی دی اوکه په وزارتونو کی دی هریودی خپل شخصی گتو پسی گرزی ترحو(سو)پوری به دی مشرانو تغراواره وو رازی چی مونژخپله پخوانی مشران شو او در یووالی او وروری لاسونه سره ورکرو او دی پشتنو در ژغورلو له پاره یو حرکت وکرو تر (سو) وکولای شو داماته کشتی بیا پرساحل روانه کرو دی غربی نری دا پروگرام ده چی پشتانه له صحنی سخه ووزی او دا کار دی هغو گوداگیانو په واسطه ترسره کوی چی دی دوی پخدمت کی دی نور باید لاس تر زنی لاندی کشینه نو او خپل آواز پورته کرو ترسو پشتون وژغورو .
    یو وراندیزدا ده چی که امکان ولری یو پشتو کیبورد په د ی ویبسایت کی انصتال شی دیره به شه وی ترسو وکولای شو خپلی لیکنی په سمه توگه ولیژو. وسلام

  11. یوه نړی مننه دسمون صیب دلیکنې څخه
    ګرانو اوس چې زه وینم زموږ ډېر پښتانه ځوانان را ویښ شوي او دیووالي په لور ځي
    زما په آندموږ به بېرته خپله پخواني یووالی لاس ته راوړو
    ډېرپښتانه ځوانان دپېس بوک له لارې ښه ښه ګروپونه جوړ کړي او ښه کارونه مخ ته ځي آن تر دې چې اوس دپېس بوک له لارې مخامخ جرګو ته سره کښیني او دخپل قام او ژبې په اړه خپل نظریات سره شریکوي تر څو دوتلو لاره پيدا شي او خپل قام دننني او بهرني ګوډاګیانو څخه خلاص کړي او یوې سمې لارې ته راسته کړي
    ګرانو زموږ ډېر پښتانه ځوانان سره راټول شوي او لرې به نه وي چې بریالیتوب زموږ په برخه ده او لراو بر پښتانه به بېرته سره یو شي او ددښمن غاښونه به ورمات کړو
    ګرانو پښتنو که موږ دغه ساختګي مشرانو ته کښېنو دوی خو تېر تر خپلو جوبونو او خپلو شخصي ګټو بل څه ته فکر نه کوي نو موږ باید پخپله سره راټول شو او یو داسې مشر وټاکو چې یوازې دپښتو غم ورسره وي او نه بل څه
    یوپه سیاست او علم پوه مشر یو تکړه او زړور او په ژبه روان مشر
    تل دې وي افغانستان او تل دې بریالي وي زموږ پښتانه او مړ دې وي دافغانستان اوپښتانه دوښمنان

  12. سلامونه: درونو ورونو اوخويندو نن دا توله بدبختي زمونز له خبل لاس نه ده ترثو جه افغانان خبل زان إصلاح نكري تردي به مو حال بدتر وي. مونز به هرثه كي إفراط كوو، زمونز اسلام ته وه كوري ،نن او ماضي كي طالبانو د اسلام تر نامه لاندي ثه وكرل او كوي يي جه اسلام او بشتو دواره يي وه شرمول او بشتانه يي به ملي او بينالاقوامي سطحه يي بدنامه كرل. او بل زمونز يو تعداد غلط اوفرسوده رسمونو او رواجونو هم مونز تباه كري يو. خلاصه دا جه كه زان إصلاح نكرو او له دي افراطيزم ،طالبيزم او زانزانيزم لاس وانخلو له دي به مو حال بدتر وي. وسلام
     

  13. د پښتنو سياسي ماتي ته د خاتمې ورکولو دپاره د حل لاري پخوا هم وې او اوس هم . دا چي پښتانه او ټول افغانان څنګه يو ځل بيا پر يوه نغري سره راټول کړل شي، يوې قوي ټولني او يو پراخ د ولس له ملاتړه څخه ډک خوځښت(لکه د مصر هغه) ته اړتيا ده چيري چي يواځي ملي پوځ او ولس سره ملګري او غاړه غړۍ شي.

    نو موږ بايد اول د پوځ غمه وخورو او وروسته ولس را دعوت کړو چي ور تر غاړي وزي او د مصر په شان سولييزه هنګامه خپره کړي.

    ننۍ تګنالوجۍ ته په پام سره د ولس را دعوت کول تر يوه حده ممکن بريښي؛ پاتي شول د پوځ او قوې خبره چي په عيني حال کښي د ګاونډي ښامارانو ګواښ وځپلای شي. موږ عيني حال دوه ډوله پوځي قوې لرو، هغه لکه د کابل ملي اردو او بل لکه د د طالبانو د اسلامي امارت جنګيالي چي پسله يوې لسيزي بيا هم پر وطن تاوده جنګيږي…

    د هيواد په کچه د يو ملي پوځ او قوې د رامنځه کولو دپاره لاندي ممکنه حل لاري :

    ۱ د کابل ملي اردو + طالب جنګيالي + ولس = د يو ملي خوځښت په توګه
    ۲ طالب جنګيالي + ولس = د يو ملي خوځښت په توګه
    ۳ وطن پرست ګوندونه + ولس = د يو ملي خوځښت په توګه
    ۴ ولس = د يو ملي خوځښت په توګه

    که په پورتنيو تړونونو کښي يې ټوله ناممکن شي نو بيا هم اخري او يواځنی چانس او موقع د ولس ده چي نور راپاڅي، د کرزي او طالبانو په شمول ټولي ډلي نور رخصت او تقاعد کړي.