کور / سپورټي / کرکټ: د غوراوی په سیالی کې بغلان او کابل ګټونکي شول

کرکټ: د غوراوی په سیالی کې بغلان او کابل ګټونکي شول

نن دشنبې په ورځ بیا د ننګرهار ولایت د مارکو او بهسودو کرکټ لوبغالو ښې په زړه پورې لوبې ترسره کړې. لمړی به درته د مارکو لوبغالی حال درکومه او بیا د بهسودو لوبغالي حال هم ولولی. په مارکو لوبغالي کې د کابل او تخار ولایت دکرکټ لوبډلو لوبه وکړه. پچه(ټاس) تخار وګاټه او د کابل لوبغاړو ته د توپوهنې بلنه وکړه. دکابل د کرکټ لوبډلې ښه ټوهنه او وکړه او په شلو ارونو کې د ۸ لوبغاړو په سوزیدو سره ۲۰۶ منډې جوړې کړې. په لومړیو اورونو کې ددوی لوبغاړي ورو روان ول خو په وروستیو اورونو کې یو په بل پسې څلوریزې او شپږیزې ووهلې او د منډو ګراف یې یو ناڅاپه لوړ کړ.
بیا ورپسې چې د تخار ولایت لوبډله توپ وهنې ته ودریده نو د کابل کرکټ لوبډلې بالران پدې وتوانیدل چې چې د تخار کرکټ لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۲۷ منډو باندې وسوځوي. پدې لوبه کې نواب ښه لوبه وکړه او د لوبې غوره لوبغاړې ( مین آف د میچ ) هم ونومول شو. نواب ۸۲ منډې جوړې کړې
له بلې لورې د بهسودو په کرکټ لوبغالي کې د بغلان او بلخ ولایت د کرکټ لوبډلو ترمینځ لوبه وشوه، ټاس بغلان وګاټه او لمړی توپوهنه یې هم وکړه. دغې لوبډلې په شلو اورونو کې ۹ لوبغاړي د لاسه ورکړل خو ترڅنګ یې ۱۷۵ منډې هم وکړي. پدې منډو کې څو څلوریزې او شپږیزې( چوکې چکې ) هم شته وې.
بیا چې کله د بلخ لوبډلې په توپونه پیل وکړ، نو دوی په ټولو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوزیدو سره یې ۱۲۷ مندې جوړې کړې او ټاکل شوی هدف ۱۷۵ ته یې ځانونه ونشوای رسولی، پدې سره دا لوبه د بغلان ولایت لوبډلې وګټله. پدې لوبه کې شوکت اکاخیل ۱۰۰ منډې وکړې او هم د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
ننګرهار دګلو هار په ولایت کې به د لوبې په راتلونکو څو نورو ورځو کې هم روانې وي.