کور / z_buitenland_news -- 5 / د مسلم ليګ ق د اطلاعاتو مرکزي سکرتر استعفی ورکړه

د مسلم ليګ ق د اطلاعاتو مرکزي سکرتر استعفی ورکړه

 د پاکستان په ټولټاکنو کښې د ګوند د پاتى راتلو له امله د مسلم ليګ ( ق ) د اطلاعاتو مرکزي سکرتر سناتور طارق عظيم د ګوند له دندې څخه استعفا ورکړه، سناتور طارق عظيم د جيو له ټيلويزون سره په خبرو کښې وويل چې په عمومي ټولټاکنو کښې د ماتې او نورو لاملونو له امله يې د ګوند د اطلاعاتو سکرټريټ له دندې څخه استعفا ورکړې ده، دۀ وويل چې خپل استعفا ليک يې د ګوند مشر چوهدري شجاعت حسين ته ورسپارلى دى.